BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:56 گرينويچ 2006 ,19 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د غزني په نښتو کې ١١ طالبان وژل شوي

غزني
په لرغوني غزني کې له تيرو څو ورځو د وسله والو طالبانو له لورې غلچکي بريدونه کيدل
چارواکي وايي دغه نښتې چې تيره شپه د غزني د واغز په ولسوالۍ کې پيل شوې لا تر اوسه روانې دي .

دوى دغه عمليات خورا لوى بولي . چارواکي زياتوي د غه عمليات يې تر هغه وروسته پيل کړل چې د دوى په وينا دغلته ترهگر فعاليتونه ډير شول .

په تيرو څو وختونو کې د وسله والو طالبانو له لورې د غزني ولايت په درو بيلا بيلو ولسواليو کې لږ تر لږه شپږ افغان پوليس وژل شوي او اووه تنه نور يې په غلچکيو بريدونو کې ټپيان شوي دي .

دغه راز يوۀ ځانمرگي بريد هم په دې وروستيو کې دغلته يو ملکي کس وژلى دى .

د غزني له مرکزه سويل ختيځ لور ته د واغز په ولسوالۍ کې د تيرې شپې د عملياتو پر وخت هم افغان پوليسو ځاني زيان ليدلى دى .

چارواکي د دوو پوليسو د وژنې او د نهو نورو د ټپي کيدو خبر ورکوي . د دولت له غاړې په ټپي شويو کسانو کې د غزني ولايت د پوليسو يو قومندان عبدالوکيل کامياب هم شامل دى .

په دغو عملياتو کې د غزني د چارواکو په وينا ١١ طالب وسله وال وژل شوي دي . د غزني ولايت د امنيې قومندان عبدالرحمن سرجنگ د طالبانو د يوۀ قومندان د نيولو يادونه هم کوي .

دى وايي دغه قومندان د ملا نعيم په نامۀ دى چې د دۀ په وينا خورا مهم کس دى . د غزني ولايت دغه نښتې په داسې وخت کې کيږي چې له کندهار او هلمند ولايتونو څخه د وسله والو طالبانو پر ضد د لويو عملياتو خبرونه راځي .

په کابل کې د ځينو شننونکو په وينا داسې ښکاري چې افغان ځواکونه او نړيوال ايتلاف په بيلا بيلو سيمو کې پر طالب وسله والو د کړۍ تنگولو هڅه کوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت