BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:51 گرينويچ 2007 ,02 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغان حکومت د پوليسو لپاره نړيوال ملاتړ غواړي

افغان پوليس
بشري وايي د پوليسو دنده تر نورو ځواکونو درنه ده، نو ځکه دوى ته ډېره مرگ ژوبله هم اوړي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې د دغه هيواد د ملي پوليسو د سمبالولو لپاره دې لا ډيرې مرستې وکړي.

افغان چارواکي وايي چې تېرکال د نړيوالو او افغان ځواکونو په پرتله پوليسو ته ډيره مرگ ژوبله اوښتې او بايد له ملي پوليسو سره لا ډيرې مرستې وشي.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند زمرى بشري چې يوې خبري غونډې ته يې خبرې کولې وويل افغان پوليس هوايي ځواک نه لري او د ملي پوځ په پرتله يې تنخا هم لږه ده چې دغو ستونزو ته بايد دنړيوالې ټولنې له لوري پاملرنه وشي.

که څه هم د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د وژل شويو پوليسو د شميرې په اړه معلومات ور نه کړل، خو دا يې په ډاگه کړه چې تيرکال د نورو ځواکونو په پرتله ملي پوليسو ته ډيره مرگ ژوبله اوښتې. دا لومړى ځل دى چې افغان چارواکي په رسمي توگه دا ډول خبر ورکوي.

زمرى بشري وويل د نورو ځواکونو په پرتله په افغانستان کې د ملي پوليسو ونډه ډيره ده نو ځکه دغو ځواکونو ته پراخه مرگ ژوبله هم اوښتې ده.

ده زياته کړه: ((عدالت او انصاف بايد تامين شي ، پوليسو ته بايد د ملي پوځ په اندازه تنخا ورکړل شي. پوليس په دې سربيره چې د قانون د پلي کولو چارې په غاړه لري عملا جنگيږي.

د دوى دندې د نورو ځواکونو په پرتله خورا ډيرې دي. پوليسو ته بايد وسايل او آسانتياوې برابر شي.))

ښاغلي بشري وويل د افغان حکومت د مخالفينو اصلي موخه د افغان پوليسو کمزوري کول دي او له همدې امله تيرکال په افغانستان کې د ميشتو نور ځواکونو په پرتله پر پوليسو ډير بريدونه شوي او وژل شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي افغان پوليس هوايي ځواک نه لري چې ځينو سيمو ته بيړنۍ مرستې ورسوي او د مخالفينو د بريدونو مخه ډب کړي.

په تيرو پنځو کلونو کې د جرمني او امريکا د متحدو ايالتونو په مټ څه د پاسه ٥٠٠٠٠ افغان پوليس روزل شوي دي.

ځينې کسان د ملي پوليسو د روزلو په بهير نيوکه کوي او وايي چې ډيرى پوليس لا تر اوسه نه دي توانيدلي چې د خلکو اعتماد خپل کړي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت