|
لس تنه پوليس د طالبانو په بريدونو کې ووژل شول | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ددغو بريدونو تر ټول ستر يو د هلمند ولايت د هزارجفت په ولسوالۍ کې شوي چې اووه پوليس پکې وژ ل شوي او ٦ نورې ټپيان شوي دي . همدا راز افغان چارواکې وايي چې ددغه بريد په مهال له طالبانو څخه هم پنځه تنه وژل شوي خو طالبان وايي چې له دوي څخه په دغه بريد کې يوازي يو تن وژل شوى. افغان چارواکو دا هم منلې چې ددغه بريد په مهال د هزار جفت د ولسوالۍ ودانۍ او د امنې قومندانۍ ودانۍ په بشپړه توگه سوځول شوې . برسيره پدې په دغه پيښه کې څلور حکو متي گاډي هم په بشپړه توگه سوځول شوي دي . د هزارجفت په ولسوالۍ باندې له بريد نه يوه ورځ مخکې د هلمند ولايت د بغران په ولسوالۍ باندي د طالبانو له اړخه په يوه بل بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور يې ټپيان شوي دي. بر سيره په دغو بريدونو د کابل کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د زابل ولايت د شاه جوي په ولسوالې کې په يو بل بريد کې د يوه عسکر او د يو طالب د وژل کيدو رپورت وړرکړل شوي . دغه بريدونه په داسې وخت کې کېږي چې د برتانيې په مشرۍ د شمالي اتلانتيک ناتو لږ تر لږه شپږ زره عسکر به د افغانستان په جنوبي سيمو کې ورو ورو د امريکايي عسکرو ځاى نيسي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||