|
افغان حکومت : پوليسو کې اصلاحات راولو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان حکومت وايي ډېر ژر به د پوليسو په لېکو کې ېو لړبدلونونه راشي. حکومت وايي دغه کار د پولېسو داصلاحاتو يوه برخه ده چې داړتېا او وړتېا له مخې تر سره کيږي . تردې وخته د بدلونو څرنگوالى نه دى معلوم . خو دولسمشر کرزي وياند کريم رحيمي ددغې خبرې داعلان پر وخت په ډاگه کړه چې په دغو بدلونونو کې د پولېسو لوړ پوړې چارواکي راځي . له تېرو څو کلونو راهېسې د پولېسو د اصلاحاتو او روزلو خبره ډېره توده ده . او په څو څو ځلې پکې اصلاحات راغلي د پولېسو په لېکوکې د نويو اصلاحاتو او بدلونونه خبره په داسې وخت کې کېږي چې دافغانستان په يو شمېر سېمو کې دنا امنيو پيښې زېاتې شوي چې لاهم د پولېسو وړتېا ته گوته نيول کيږي . اېله څو مېاشتې وړاندې داصلاحاتو په تير پړاو کې د پولېسو ٨٦ لوړ پوړي چارواکي بدل شول ،چې د ولايتونو امنيه قومندانان او نور امنيتي چارواکي پکې شامل و. تردې مهاله لانده معلومه چې دغه کسان به په نويو بدلونونو کې شامل وي که نه ؟ خو دولسمشر وياند کريم رحېمي د ډېرو جزئېاتو له ورکړې پرته وويل چې دغه بدلونونه به لوړ پوړي چارواکي اغېز من کړي . ((ډېر ژر به د پولېسو په لېکو کې د ېو لړ ستروبدلونونو شاهدان واوسو چې ډېر ژر به اعلان شي. دا بدلونونه به په لوړه کچه وي . )) ښاغلي رحيمي ونه ويل چې دغه بدلونونه به په څه ډول تر سره کيږي خود اصلاحاتوپه تېر پړاو کې چارواکي له يوې ازموېنې وروسته په نويو دندو وگمارل شول . هغه مهال خلکو يولړ مصلحتونوته هم گوته ونيوله . خو تل ټينگار کيږي چې اصلاحات داړتېا له مخې تر سره کيږي .چې مو خه يې د هېواد دامنيت ښه کول دي . له دغه وروستي پلانه داسې ښکاري چې لاهم د پولېسو د لوړ پوړو چارواکو بدلولو ته اړتېا شته او دکونيو چارو وزارت په دې ډگر کې خپلې ستونزې نه دي لرې کړي . له دې سره جوخت خلک دا نېوکه هم کوي چې په ځينو سېمو کې مسلکي پوليس په دنده نه دي گمارل شوي چې ددوى په وينا دامنېت د ښه والي لپاره ښه پلانونه نشي جوړولى . له تېرو ٥ کلونو راهېسې دامرېکا متحدو اېالتونو او جرمني دافغانستان د پولېسوپه روزلو په سلگونو ميليونه ډالر لگولي خو داسې ويل کيږي چې لاهم دافغانستان امنيت روزل شويو پولېسو، او پولېس بېا نورې روزنې ته اړتېا لري . دکورنيو چارو وزارت وايي چې تردې مهاله ېې څه باندې ٥٠ زره پولېس يې روزلي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||