|
ملگرو ملتونود افغان پوليسو اصلاحات ستايلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې دملګرو ملتونود سرمنشي ځانگړي استازي ټام کونيګز په دغه هيواد کې د لوړ پوړو پوليس افسرانو د بدلولو چاره ستايلې ده . ښاغلي کونيگز ويلي ((افغانستان د قانون د حاكميت پياوړي كولوته اړتيا لري. )) د ملگرو ملتونو دغه استازى زياتوي دا گمارنې د كورنيو چارو د وزارت او د نړيوالې ټولنې د هغې ازمېښتي ډلې د ښه او ګډ كار ښکارندويي کوي چې په تير اوړي كې د افسرانو د گمارنې د بيا كتنې او څارنې په موخه ترسره شوى و . د يادونې وړ ده چې دکابل د امنيه قوماندان دګوښه کولو تر څنګ د١٦ولايتونو امينه قوماندانان او د کورنيو چارو د وزارت يو شمېر لوړ پوړي چارواکي نن ( شنبې د جنوري ١٣ د مرغومي ٢٤ ) د ولسمشر کرزي دفرمان له مخې په نويو دندو ګمارل شوي دي . د کابل د امنيې قومندان امان الله گذر څو مياشتې وړاندې د اصلاحاتو د يوۀ بل پړاو په ترڅ کې د مل پاسوال جميل جنبش پر ځاى ټاکل شوى و چې بيلا بيلو کړيو پرې نيوکې وکړې . دکورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري ديوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې نوي بدل شوي او گمارل شوي کسان ټول ٤٠ تنه کيږي . هغه وويل چې دغه بدلونونه ، په هغه وزارت کې داصلاحاتو د دريم پړاو په ترڅ کې ترسره شوي دي . د هغه په وينا ، مل پاسوال عصمت الله دولتزى دمل پاسوال امان الله ګذر پرځاى دکابل د امنيه قوماندان په توګه ټاکل شوى دى . مل پاسوال عصمت الله دولتزى تر دې وړاندې د کندهار د زون د قومندان په توگه کار کاوۀ . دى مسلکي پوليس بلل شوى چې ٢٥ کلنه کاري تجربه لري. په نورو گمارنو کې سيد احمد سامع دتخار دامنيه قوماندان په توګه، محمد ايوب سالنګى دکندز دامنيه قوماندان په توګه ، سيد عبدالغفار د ننګرهار د امنيه قوماندان په توګه ، سردار محمد ځاځى دپکتيکا دامنيه قوماندان په توګه ، عبدالرحمن سرجنګ دپکتيا دامنيه قوماندان په توګه ، محمد سالم د پروان دامنيه قوماندان په توګه ، يوشمېر دغو کسانو پخوا هم دولايتونو دامنيه قوماندانانو په توګه او دکورنيو چارو وزارت په نورو څوکيو کې دندې ترسره کولې . دکورنيو چارو وزارت د سرسلاکار په توګه محمد هارون آصفي ، دکابل دهوايي ډګردامنيه قوماندان په توګه محمدجمعه عديل ، دمزار دساحوي قوماندان په توګه غلام مجتبى پتنګ ، کندهار دساحوي زون دقوماندان په توګه حبيب الرحمن ځاځي ، دهغه وزارت دسرحدي لومړي نمبر لوا دقوماندان په توګه عبدالشکور خيرخواه ټاکنه هم د شنبې په ورځ اعلان شوه . | ورسره تړلي نور خبرونه افغان حکومت : پوليسو کې اصلاحات راولو09 جنوري, 2007 | خبرونه امان الله گذر : زۀ مسلکي پوليس نه يم12 سپتمبر, 2006 | خبرونه په لوړ پوړو افغان پوليسو کې يوه ميرمن هم شته05 جون, 2006 | خبرونه د کورنيو چارو وزارت کې نوې مقررۍ05 جون, 2006 | خبرونه په افغانستان کې لوړ پوړي پوليس بدل شوي02 جون, 2006 | خبرونه د کابل مظاهرو کې افغان پوليسو څه وکړل ؟31 مۍ, 2006 | خبرونه د لويو لارو پوليس وايي دولت د فساد دلايل نه پلټي 23 مۍ, 2006 | خبرونه د کابل د پوليسو مشر د بشري حقونو رپوټ رد کړ11 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||