|
د کورنيو چارو وزارت کې نوې مقررۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د لوړ پوړو چارواکو يو نوى فهرست خپورکړيدى او وايي چې د پوليسو د اصلاحاتو د دويم پړاو يوه برخه ده پدغه فهرست کې دپوليسو د ٨٦ جنرالانو نومونه شامل دي چې د هيواد په ٣٤ بيلابيلو ولايتونو کې د قوماندانانو په توگه ټاکل شويدي ددغو ٨٦ جنرالانو څخه يو شمير يې پر خپلو پخوانيو دندو بيا پاتې شويدي خو يو شمير نور يې نوې ټاکل شويدي د لومړي ځل لپاره دپوليسو يوه ښځينه جنراله ( عزيزه ) د پاسپورت د رياست رييسه ټاکل شويده د کورنيو چارو وزارت چارواکو ويلي چې د پوليسو د سلگونو افسرانو څخه د آزمينې يا امتحان د اخيستلو په نتيجه کې دا وروستى مقررى شويدي هغوى وايي چې نوي ټاکل شوي کسان يا مسلکي او تعليم يافته کسان دي اويا يې تيروخت کې په عملي تجربو کې خپل لياقت ثابت کړيدى خو منتقدين شک څرگندوى او وايي وبه کتل شي چې د پوليسو د " اصلاحاتو " په لړ کې دا وروستى مقررى به څومره مثبته نتيجه ورکړي په کابل کې د څو ورځې مخکې ناکراريو او مظاهرو نه وروسته پر پوليسو باندې نيوکې کيدې چې د نظم او امنيت په ټينگولو کې پاتې راغلي او يو علت يې دا ښوول کيده چې مسلکي افسران په حساسو څوکيو ندې ټاکل شوي او د عادي پوليسو ته کافي روزه نده ورکړل شوې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||