BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:26 گرينويچ 2006 ,11 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د کابل د پوليسو مشر د بشري حقونو رپوټ رد کړ

جميل جنبش
ښاغلي جنبش وويل زه د دغو دوو کسانو د مرگ لامل نه يم
د کابل د پوليسو مشر د بشري حقونو د څار د نيويارک ميشتې ټولنې وروستى ريپوټ رد کړى دى.

د کابل د پوليسو مشر جنرال جميل جنبش د بشري حقونو د څار ټولنې وروستۍ څرگندونې په لوى لاس سره جوړې شوې هڅې وبللې چې گواکې د دۀ پر ضد روانې دي .

د بشري حقونو د څار ټولنې په ريپوټ کې چې تيره اونۍ خپور شو د کابل د امنيې قومندان جنرال جميل جنبش هغه کس بللى شوى و چې گواکې د دوو کسانو په وژنو کې ښکېل دى .

تير کال د سيد حسين او کچکول په نامۀ دوه کسان د کابل پوليسو په توقيف کې مړۀ وموندل شول . په دوى کې لومړنى پر دوو نجونو د جنسي تيري په تور او دويم د برمته کولو په تور نيول شوى و .

ښاغلي جنبش نن ( پنجشنبې د غويي ٢١ د مۍ ١١ ) په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې دغه تورونه په کلکه رد کړل او ويې ويل د عدلي طب د څيړنو پايلې د بشري حقونو رپوټ ناسم ثابتوي .

ښاغلي جنبش وويل زه د دغو دوو کسانو د مرگ لامل نه يم:

(( پريږدى چې دا حکم قضايي سرچينې وکړي. ښکيلو ادارو بايد خپلې څيړنې بشپړې کړې واى او وروسته يې بيا دا خبر خپور کړى واى . دا کار زما په نظر سم نه دى. او په دې برخه کې بايد له موږ سره په مستقيمه توگه خبرې شوې واى چې داسې نه دي شوي.))

تر اوسه د افغانستان قضايي سر چينو د پوليسو په توقيف کې د وژل شويو دغو دوو کسانو په باب څه نه دې ويلي .

د افغانستان د ولسمشرۍ د رياست مشر جاويد لودين د بشري حقونو د څار ټولنې له خپاره شوي ريپوټه دوه ورځې وروسته ، ياد شوي تورونه ناسم وبلل.

د کابل د پوليسو مشر وايي له سياسي او پوځي پلوه د چا ملاتړ نه احساسوي او ښايي همدا دليل وي چې په نړيواله کچه د دۀ په وينا د قتل په پېښو کې ښکېل بلل کيږي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت