|
د کابل مظاهرو کې افغان پوليسو څه وکړل ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د کابل ښاريان د دوشنبې د ورځې د تاو تريخوالي د خوريدو پړه تر ډيره په امنيتي ځواکونو او په ځانگړې توگه په پوليسو اچوي . لويه نيوکه دا ده چې پوليسو له يوه لورې گواکې په ډزو سره لا زياتې پارونې کړي او له بل لورې يې په کمزوري غبرگون سره ورانکارۍ او تالان ته لاره پرانيستې ده . په پلازمينه کابل کې د دوشنبې د ورځې په خونړي تاو تريخوالي کې د مرگ ژوبلې د وروستيو شميرو او شوي چور نالان د پايلو په رابرسيره کيدو سره اوس ډير پام ددغه ډول پيښو په وړاندې د امنيتي ځواکونو په تيره بيا د پوليسو د چلن په لور اوښتى دى . شواهد ښيي چې په پيل يعنې په ترافيکي حادثه کې د امريکايي سرتيرو د پوځي گاډو د راکيوتو په مهال ، د مرگ ژوبلې اندازه هومره نه وه چې د روغتيا وزارت يې اوس اعلان کړي دى . ظاهرا داسې بريښي چې گواکې پر لاريون کونکو د پوليسو د ډزو په پايله کې د مرگ ژوبلې شميره ختلي ده . په تيره بيا د روغتيا وزارت د چارواکو دې څرگندونو ته په کتو سره چې روغتونونو ته تر ١٠٠د ورپورته وروړل شويو ټپيانو ډيره برخه په مردکو لگيدلي دي . ها خوا د ژوبلو کسانو د کورنيوځينې غړي هم دعوه کوي چې خپل خپلوان يې گواکې پوليسو ويشتلي دي . د عبالحميد په نامه د کابل يو اوسيدونکى له همدغه ډلې څخه دى: . (( خلک يې نور هم پارول . په مردکو يې ويشتل . زما ورور يې وويشت او زه يې هم وپارولم. وروسته چې مې هر ورانى مخې ته راغى ، مخ مې نرې وانه ړاوه .)) خو د کابل امنيه قوماندان ډگر جنرال جميل جنبش د پوليسو له لورې د ډزو خبره نه مني . پر پوليسو دا نيوکه هم ده چې ډير يې گواکې د تاو تريخوالي په مهال له خپلو امنيتي پوستو وتښتيدل او ډگر يې په لوى لاس ورانکارۍ او تالان ته پريښود . د اريانا تلويزيون يو شخصي ساتونکې يا گارډ چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي ، همدې ته گوته نيسي . (( له شپږمې حوزې نه مو پوليس راوستل . خو هغوې زموږ د کارگرانو جامې واغوستې او بيرته وتښتيدل . خپلې وسلې يې هم موږ ته راپريښودې . )) خو د پوليسو د همدغه تښتيدلو سرتيرو له مينځه يو تن چې په خپله تيښته اعتراف کوي خو نه غواړي چې نوم يې واخيستل شي وايي چې يو خو دوى ته د ډزو اجازه نه وه او له کبله يې د ځان دفاع نشوه کولى او بل په دې هم گواکې ډاډه نه وو چې که ژوبل شې نو حکومت به يې څه غم وکړي که نه ؟ (( زه يو ځل په پل سوخته کې د دندې په مهال ژوبل شوم . په سر مې د کلاشنکوف گولۍ ولگيده . خو چا د درو درملو لپاره يوه روپۍ هم رانه کړه . ټول لگښت مې له خپله جيبه وو. له بل لورې د ډزو اجازه هم نه راکوي . تاسو وواياست ، دلته کښينم چې مړ مې کړي او که دا ښه ده چې وتښتم .)) په پوليسو يوه نيوکه دا هم ده چې گواکې د لاريون کونکو په تمولو بريالي نشول او په لږه شيبه کې له لوټ تالان نه ډک تاوترخوالى په ټول ښار کې خپور شو . په نوي ښار کې د سيټي سنټر په نامه د سوداگريز مرکز يو هټيوال چې لوټمارو يې هټۍ ته دروند تاوان اړولى ، امنيتي ځواکونه له همدې اړخه پړه بولي . (( دلته يو نفر په شخصي جامو کې له کلاشنکوف سره ولاړ وو او هيڅوک يې نه پريښودل چې د باندې ووځي . دا په داسې حال کې ده چې موږ د کورنيو چارو وزارت ، د دفاع وزارت او د ملي امنيت رياست لرو . که دوى په خپل وخت مناسب اقدام کړى واې نو دا خلک يې هماغه گهيځ مهال په سراى شمالي کې تمولاى شول او دلته به نه واى رارسيدلي . )) د يو شمير نورو تاسيساتو او شخصي شتمنيو په څير د اريانا تلويزيوني چينل هم له بريد سره مخامخ وو . دغه چينل له همدې کبله دى ته اړووت چې په خپلې ژوندۍ خپرونه کې د دوو پرله پسې ساعتونو لپاره په بيا بيا له امنيتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړي ، خو ظاهرا تر پايه مرسته ورونه رسيده . (( د کورنيو چارو وزارت ته ورڅيرمه د غيرى حکومتي موسسې يو کارکونکى چې خپل نوم محداصف ښېي هم تور لگوي چې د وزارت ساتونکو ته يې د مرستې ډيرې چيغې ووهلې خو چا پرې غوږ ونه گراوه .)) (( دا د اې – ار – ډي په نامه يوه بهرنۍ موسسه ده . د کورنيو چارو له وزارت نه لږ ډير ٢٠٠ متره واټن لري . دغه وزارت ته مو څو ځله منډې وکړې او مرسته مو ترې وغوښته . هيڅوک مرستې ته رانغلل . له هماغه ځايه يې زموږ د دفتر د لوټ تالان ننداره کوله . )) دې ټولو نيوکو ته د کابل د امنيه قوماندان ځواب دادى چې حکومت بايد د پوليسو غښتلتيا ته پام واړوي . د ولسمشرۍ د دفتر ريس جاويد لودين هم تيره شپه له يوه خصوصي تلويزيوني چيل سره په مرکه کې د کابل د دوشنبې د ورځې د پيښو په وړاندې د پوليسو چلن خورا کمزورى وباله . ده وويل چې پوليسو يوازې دولتي تاسيسات وساتل خو د خلکود شتمنۍ په ژغورلو کې پاتې راغلل . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||