|
د لويو لارو پوليس وايي دولت د فساد دلايل نه پلټي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د لويو لارو پوليس وايي دولت د فساد دلايل نه پلټي او په داسې حال کې چې ټولې ادارې د دوى په وينا غلا کوي پوليس ولې ترې پاتې شي . دا څرگندونې د کابل مزار په لويه لاره پوليسو بي بي سي سره په خبرو کې کړي دي . د لويو لارو موټر چلونکي تل شکايت کوي چې پوليس بې له کوم دليله پيسې ترې اخلي او ان د رشوت په بدل کې داسې کسانو ته د موټر چلولو اسناد ورکوي چې لا پر چلولو ښه بلد هم نه وي . په دې واړۀ کرولا ډوله گاډي کې ټول پنځه کسه سپارۀ يوو . اتفاقا يو مو پوليس او بل د پوليسو د روزنې چارواکى دى . موټر چلونکي خليل احمد سندره ټيټه کړه لکه چې د زړۀ بړاس يې ايست ، بې له کومې مقدمې يې د لويو لارو ساتونکي او څارندوى پوليس په ناقانونه ماليو پړۀ کړل : (( زموږ اسناد دې وګوري ،كه موږ مجرم وو موږ دې بوځي په هر ځاى كې چې سزا راكوي را دې كړي .كه موږ جرم نه لرو نو ولې له موږ پيسې غواړي .په كوم نامه له موږ پيسې اخلي . د كوم قانون له مخې يې اخلي . كله چې دولت موږ ته سند راكوي موږ د هغه سند فوټو كاپي ځان سره ګرځو . موږ خو نشو كولى چې جعلي سند جوړ كړو .)) ۲۶ كلن خليل احمد د پلخمري اوسيدونكى دى . دى وايي په خپل ژوند كې يې ډيرې سړې تودې ليدلي دي او نور نه غواړي چې څوك يې وځوروي . خليل احمد ته يوې سپرلۍ وويل له حوصلې كار واخلي، افغانستان له يوې اوږدې جګړې وروسته د بيا رغاونې هڅه كوي . خو دده ځواب منفي وو . (( حوصله ! ورو ورو چې دولت جوړيږي ! موږ به نه يو بيا يې څه كوو .يو متل دى وايي زه ژوندى نړۍ ژوندۍ ، زه مړ نړۍ مړه .زه چې ژوندى يم بايد هيواد مو ارام او سوله ييز وي . بايد د چا له خوا ونه ځورول شم او زه هم دې ته اړ نه شم چې د چا په ځورولو لاس پورې كړم .)) خليل وايي په اونۍ كې يو ځل مزار شريف ته د تګ راتګ نوبت وررسيږي او زياتره ګټلې پيسې يې د پوليسو جيب ته ځكه لويږي چې دده په وينا په بيلا بيلو نومونويې ترې اخلي . دده د شكايت ډيره برخه له هغو پوليسانو څخه ده چې له كابله تر شمالي سالنګ پورې د لويې لارې د ساتنې او څارنې دنده ورسپارل شوې ده . (( د كميشن يوه پارچه يې لس افغانۍ ده . په كې ليكلي دي لس افغانۍ .له موږ پنځوس افغانۍ اخلي .علت يې څه دى ؟ ايا موږ دا پيسې د غلا له لارې ګټو .نه ! موږ هم غريبكار يو .د خلكو مزدوران يو .يو ځل سپرلي وړو او راوړو موږ ته شپږ يا اوه سوه پاتې كيږي . دا څلورسوه يا پنځه سوه چې موږ دوى ته د جريمې په توګه وركو . ايا موږ ته دا پيسې مفتې راځي . دوى وايي معاش يې كم دى . زما پيسې چې دوى اخلي زه هم لار ونيسم ؟نه! موږ خداى ته صبر كؤ . )). دا يوازې د خليل په څير د مساپر وړونكو ګاډو چلونكي نه دي چې له پوليسو څخه شكايت لري .د باروړنكو هغو شكايت بيا بيله بڼه لري . جان محمد د يوې لارۍ چلونكى دى چې تونل ته يې څيرمه ګاډى خراب شوى دى . (( زه جان محمد يم .موږ نخود بارو يا ميۍ بارو . له كندوز او تخار څخه يې كابل ته وړو .د پيسو لپاره موږ ته وايي چې جر پولي راكړئ . كنه نو مال مو لټو . له موږ پنځوس افغانۍ هم اخلي ،سل هم اخلي ،كه يوازې مو وويني بيا نو دوسوه هم را څخه اخلي .)) يوۀ پوليس وويل دولت دوى ته ډيره لږه تنخواه وركوي او دا د دې لامل ګرځي چې كله نا كله د مساپر وړونكو ګاډو شكايت پورته شي. (( زما مياشتنۍ تنخواه دوه زره پنځه سوه شپيته افغانۍ ده .دولت موږ ته څه راكوي چې اړتياوې مو پوره شي . په ټولو ادارو كې بډه اخيستل كيږي . دولت بايد پلتڼه وكړي چې يو مامور يا يو پوليس ولې دې ته اړ كيږي چې رشوت واخلي . دا بايد وپلټل شي .)) نسيم جان احمد زى مې د سفر ملګرى دى ، دى په كابل كې د پوليسو په يو روزنيز مركز كې كار كوي . دى وايي د روزنې پر وخت پوليس د ولس خدمت ته وربولي . (( هغوى ته موږ وايو چې دا ولس ډير ځوريدلى دى . تاسې بايد دې ولس ته خدمت وكړئ او يوه نمونه شئ .رشوت ، دروغ او له غلا څخه بايد ځان وساتئ . دا خبر بايد لوړ پوړو چارواكو ته راجع شي ځكه دوى چې خراب كار كوي دا خو زموږ دنده نه ده .)) د لارې په اوږدو كې يوې امنيتي پوستې د نورو ډيرو ولاړو ګاډو ترڅنګ زموږ د سپرلۍ ګاډى هم ودراوۀ او له چلونكي څخه يې د اسنادو غوښتنه وكړه . خو كله چې يې زما په وړاندې ايښي مايك ته پام شو نو د سپناوي هڅه يې وكړه . (( يوه خبر ده وروره !دلته خبر په دې لاره ده. په ښار نه ده .دلته يې د بيلګې په توګه ټرافيك هغه مهال اخلي چې څوك چلونكى له قانون څخه سر غړونه وكړي . )) . په سالنګ كې د ټرافيكو يوۀ چارواكي چې نه يې غوښتل نوم يې واخلم راته وويل چې د پيسو د وركړې پر بنسټ خلك د ګاډو د چلونې اسناد تر لاسه كوي . موټر چلونکو او سپرليو ټولو بې له دې چې نور سپيناوى وکړي تش همدا ويل چې اوبه له پاسه خړې دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||