BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:54 گرينويچ 2006 ,02 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې لوړ پوړي پوليس بدل شوي
جنبش
ويل کيږي چې د کابل د امنيې قومندان جميل جنبش په دغو بدلونونو کې له اوسنۍ دندې ليرې شوى دى
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي د پوليسو د اصلاحاتو په نيت يې د جنرالانو په کچه يو لړ بدلونونه راوستي دي .

د دغه وزارت په يوې خپرې کړې اعلاميې کې راغلي چې دغه کار د امنيت ټينگولو او د چارو د ښه والي لپاره شوى دى .

د دغو بدلونونو گنگوسې له څه وخته روانې وې خو په داسې وخت کې اعلانيږي چې ايله څو ورځې وړاندې کابل خونړيو مظاهرو وخوځاوۀ .

. د ټول هيواد په کچه د ٨٦ پوليس جنرالانو د بدلون خبره له څه وخته روانه وه .خو اوس د کورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې دغه خبره ډاگيزه کړه .

په اعلاميې کې راغلي چې دغه بدلونونه د چارو د ښه والي ، د امنيت د ټينگښت او د لازمو اصلاحاتو لپاره کيږي .

اعلاميه يوازې دومره وايي چې ٨٦ جنرالان يې بدل کړي دي . د دغو جنرالانو نومونه او څوکۍ د اعلاميې ترمخه ډير ژر خپريدونکي دي .

په کابل کې با خبرې سرچينې وايي چې ښايي د دغه ښار ځينې لوړ پوړي پوليس په دغو بدلونونو کې له خپلو دندو يا گوښه شي او يا هم په نويو څوکيو کښېنول شي .

تر ټولو مهم کس د کابل د امنيې قومندان جنرال جميل جنبش دى چې څه موده وړاندې پرې د بشري حقونو د څار نيويارک ميشتې ټولنې سختې نيوکې کړې وې .

په نويو بدلونونو کې د ځينو باخبرو سرچينو ترمخه ښاغلى جنبش د کابل د امنيې له قومندانۍ ليرې شوى دى .

د دۀ پر ځاى د کابل او شمالي د لويو لارو قومندان امان الله گذر ټاکل شوى خو لا تر اوسه دغه خبر رسمآ نه دى اعلان شوى .

تيره مياشت د بشري حقونو د څار نيويارک ميشتې ټولنې پر ولسمشر کرزي غږ کړى و چې د دوى په وينا په دغو ٨٦ لوړ پوړو پوليسو کې داسې کسان ونه ټاکي چې گواکې د بشري حقونو په تيرو تورن وي .

د دغو کسانو د نومونو له خپراوي وروسته دا امکان شته چې دغه ډول بحثونه بيا پيدا شي خو د اوس لپاره د ډيرو په گومان په داسې وخت کې د لوړ پوړو پوليسو د بدلون خبره ښايي تر يوۀ ځايه د هغو نيوکو ځواب وي چې د کابل د خونړيو مظاهرو په ترڅ کې امنيتي ارگانونه ورسره مخامخ شول .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت