BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 18:33 گرينويچ 2006 ,12 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امان الله گذر : زۀ مسلکي پوليس نه يم

د کابل پوليس
مرستيال وزير هم ومنل چې افغان پوليس د ده په وينا پوليس نه بلکې پوليسو ته ورته کسان دي .
د کابل د پوليسو مشر نن ( سه شنبې د وږي ٢١ د سپتمبر ١٢ ) د ولسي جرگې د استازيو په وړاندې ومنله چې مسلکي پوليس نه دى .

مل پاسوال امان الله گذر په داسې حال کې دا خبرې کولې چې د کورنيو چارو مرستيال وزير هم په افغانستان کې د ترينگلې امنيتي وضعې په اړه ولسي استازيو وربللى و .

مرستيال وزير هم ومنل چې افغان پوليس د ده په وينا پوليس نه بلکې پوليسو ته ورته کسان دي .

گڼو استازيو ويل چې په کابل کې غلا غدۍ ډيرې شوي او د دغه ښار اوسيدونکي ځان خوندي نه بولي ، هغوى غوښتنه کوله چې د پوليسو په ليکو کې دې مسلکي کسان وگمارل شي .

امان الله گذر په دې وروستيو کې د کابل پوليسو د مشر په توگه ټاکل شوى دى .

د ولسي جرگې استازيو سره له دې چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د امنيت په اړه انديښنه ښودله ، خو ډېرې خبرې د کابل په امنيتي وضعې او د نا مسلکي کسانو په گمارلو راټولې وې .

د خلکو د شکايتونو د اوريدلو د جرگگۍ غړي فاروق مېړني د پوليسو په ليکو کې د نا مسلکي کسانو په گمارلو نيوکې وکړې او غوښتنه يې دا وه چې د کورنيو چارو وزارت دې په دې برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي :

(( هغه مسلکي پوليس چې تاسو يې لرى ،که هغوى د کار توان لري او عمرونه يې تر پنځوسو کالو ډير نه وي هغوى جذب کړى ، ترينه کار واخلى ، د کورنيو چارو له وزارت نه ډير شکايتونه اوريدل کيږي ، خلک به په داسې ادارې څنگه باور وکړي چې تاسو يو

 زه په هر ځاى کې دا اعتراف کوم چې زموږ پوليس مسلکي نه بلکې پوليسو ته ورته خلک دي ، هغه مسلکي معيارونه چې يو پوليس ته ضرور دي هغه موږ نه لرو ،
عبدالهادي خالد
ډيپلوم کس له کاره گوښه کوى او پر ځاى يې د شپږم ټولگي فارغ مقرروئ ، خلک داسې وايي دغه دى قضاوت ، دغه دى حکومت او دغه دى کار د کار اهل ته سپارل .))

ښاغلي مېړني دا هم وويل چې د کابل د پوليسو په مشر هم ډيرې نيوکي اوريدل کيږي او هغه هم مسلکي کس نه دى .

د کابل د پوليسو مشر مل پاسوال امان الله گذر دا ومنله چې هغه مسلکي پوليس نه دى ، خو د کابل ښار په امنيت کې يې خپلې لاس ته راوړنې يو په بل پسې وشميرلې :

(( زه مسلکي پوليس نه يم چې چا په دغه نامه دغې چارې ته گومارلى يم ، زه د پارلمان ، حکومت او خلکو په غوښتنه دغې څوکۍ ته گومارل شوى يم ، زه يو مجاهد يم او تل د خپل ولس په خدمت کې يم ، هغه شکايتونه چې تاسو ته رسيدلي ماته چا تر اوسه نه دي ويلي ، کله چې داسې خبرې پيښيږي نو تاسو وزير صيب او يا مرستيال وزير ته مه وايئ زه ستاسو خدمت پخپله کولاى شم زه ستاسو اجرائيه قوه يم هر چيرته چې ناروا چارې کيږي ، زه ورغلى يم همدا اوس مو تر پنځو سوو زيات مجرمين نيولي او بنديان کړي مې دي .))

د افغانستان د کورنيو چارو مرستيال وزير عبدالهادي خالد دا مني چې د پوليسو په ليکو کې تر ډيره بريده مسلک په پام کې نه دى نيول شوى ، خو هغه هيله ښکاره کړه چې د وخت په تيريدو به دغه ستونزه غوڅه کړي :

(( تاسو چې څه وايئ موږ ټول درسره منو چې بايد همداسې وي ، زه په هر ځاى کې دا اعتراف کوم چې زموږ پوليس مسلکي نه بلکې پوليسو ته ورته خلک دي ، هغه مسلکي معيارونه چې يو پوليس ته ضرور دي هغه موږ نلرو ، خو هيله خداى ته ده او پر ځان دا باور لرو چې ښه پوليس وروزو ، خو دا کار وخت ته اړتيا لري .))

د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کې د پوليسو د ريفورم درې پړاوه بشپړ شوي چې په لومړي پړاو کې کليدي څوکيو ته کسان وټاکل شول .

په دوهم پړاو کې ٨٦ جنرالان او په دريم پړاو کې يې له ډگروالانو ازموينه واخيستل شوه چې لا تر اوسه يې پايلې جوتې شوي نه دي خو د دوهم پړاو د اعلانولو سره جوخت نه يوازې په کور دننه د ټاکل شويو کسانو په وړتيا له شک نه ډک غبرگونونه راوپاريدل بلکې دغه ټاکنې د نړيوالې تولنې له کلکو نيوکو سره هم مخامخ شوې.

ځينو لويديځو ورځپاڼو د دغو کسانو د نومونوپه يادولو سره دغه قوماندانان داسې کسان وبلل چې گواکې په بشري جنايتونو او جنايت کارو بانډونو کې مخامخ لاس لري

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت