|
په لوړ پوړو افغان پوليسو کې يوه ميرمن هم شته | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو په وزارت کې د لومړي ځل لپاره يوه ښځينه افسره د لوړې کچې په يوې څوکۍ ټاکل شوي ده . د پاسپورت د ريسې په توگه د عزيزې نوم د هغو ٨٦ چارواکو په کتار کې دى چې په وزارت کې د ريفورم يا اصلاحاتو د راوستو په دوهم پړاو کې د جنرالۍ په څوکيو گمارل شوي دي . په اعلان شوي لست کې نور شامل کسان د سرحدي قطعو او ولايتونو د امنيه قوماندانانو او دا ډول د جنايي جرمونو خلاف د مبارزې د امرانو په دندو گمارل شوي دي . د اصلاحاتو د راوستو دغه بهير څه موده وړاندې د وزارت په مرکزي رياستونو کې له ٣٠ د پورته لوړ رتبه جنرالانو په ټاکنو پيل شو. چارواکي وايي چې په دريم پړاو کې به د ريفورم دغه بهير د ټيټې قدمې د اقسرانو تر کچې پلى کوي . د ريفورم هدف د پوليسو د ظرفيتونو لوړتيا ښودل کيږي . د کورنيو چارو د وزارت له لورې د اعلان شوي دغه ٨٦ کسيز لست په اړه له څه مودې راهيسې اوازې تودې وې . خو داسې بريښي چې د کابل د تيرې اونۍ د تاو تريخوالي ډکو پيښو نه يوازې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو د راوستو بهير کړندى کړ ، بلکه ظاهرا يې چارواکي پر دغه لست له سره غور کولو ته هم اړويستل . د پوليسو د دغو چارواکو په مينځ کې چې ټول يې د بريد جنرالۍ معادل يعنې د مل پاسوالۍ په څوکيو گمارل شوي يو شمير داسې چارواکي هم شته چې له پخوا يې ورته دندې تر سره کولې . خو ډيره برخه يې بيا داسې کسان دي چې تازه پر دغو نويو مصبونو گمارل شوي دي . په دې کې د کابل د پخواني امنيه قوماندان جنرال جميل جنبش نوم نه ليدل کيږ ي . دا راز د ښاغلي جنبش د راتلونکي برخليک په اړه هم تر دې دمه څه وضاحت ندى ورکړل شوى . دا په داسې حال کې ده چې دى دکابل د تيرې اونۍ تر پيښو وړاندې ، په ښار کې د جنايت کاره بانډونو يا ډلگيو د راکابو کولو له اړخه ستايل کيده. د لست په سر کې دده ځاى پخواني جهادي قوماندان امان الله گذر نيولى دى . ښاغلى گذر په کابل کې د تنظيمي جگړو او بيا وروسته د طالبانو په مخالفت کې د جگړو په مهال د پخوانۍ شمالي ټل والې د وتلو قوماندانانو په ډله کې وو . د لست ډيره برخه د افغانستان د ٣٤ ولايتونو امنيه قوماندانان ، د امنيت امران او د جنايي جرمونو خلاف د مبارزې اميران جوړوي . خو تر څنگه يې د سرحدي پوليسو منصبونه ، اوپخپله د وزارت د دفتر ، پاسپورت ، وسلې او تخنيک او اپراسيون رياستونه هم په لست کې شامل دي . عزيزه د پوليسو يوازينۍ ښځينه افسره ده چې د اعلان شوي لست له مخې د پاسپورت رياست ورسپارل شوى دى . دا لومړى ځل دى چې په دغه وزارت کې يوه ښځينه افسره د رياست په څوکۍ گمارل کيږي . له هڅو سره سره لا هم په دغه وزارت کې د ټولو ښځينه افسرانو شميره له سلو ښکته ده . چارواکي د اصلاحاتو موخه د پوليسو د کاري ظرفيتونو لوړول او د هيواد په کچه د شته امنيتي ننگونو مقابله ښېي . اصلاحات په داسې حال کې پلي کيږي چې پوليس د وړتيا او چلن دواړو له اړخه د عام ولس او مدني ټولنو له کلکو نيوکو سره مخامخ دي . خو د لست په ترکيب کې د يو شمير غيرې مسلکي کسانو شته والي ته په کتو سره دا شکونه په ځاى پاتې دي چې گواکې دغه نوې مقررۍ دې د پوليسو په ظرفيتونو او وړتيا کې څه ډير بدلون راولي . د وزارت وياند يوسف ستانيزى بيا دا وايي چې پر لست پوره غور شوې او که بيا هم کوم چارواکى په چارو کې پاتې راشي نو د ليرې کولو امکان يې خوندي دى . دا ډول له حکومت نه د مدني ټولنو يوه لويه غوښتنه دا وه چې ، د پوليسو قوماندانان دې د هغو کسانو له مينځه نه ټاکل کيږي چې له بشري حقونو نه د سرغړونو له تور سره مخامخ دي . اوس چې دغه لست تازه خپور شوى ، په اړه يې د بشري حقونو د سازمانونو او مدني ټولنو غبرگون لا ندى معلوم . خو ښاغلى ستانيزى وايي چې په دغو اعلان شويو چارواکو کې داسې کوم څوک نشته چې له بشري حقونو نه د سرغړونو شواهد پرې موجود وي . د وزارت چارواکي دا هم وايي چې په دې پسې به د اصلاحاتو يا ريفورم دريم پړاو پليږي او دغه لړۍ به د ټيټې کچې تر افسرانو غځول کيږي . د پوليسو افسران هم له خپل لورې د ريفورم د چټکتياغوښتنه کوي . د دوى په مينځ کې تودې اوازې دا دي چې د ريفورم له پلي کيدو سره سم به يې مياشتنۍ تنخواه لوړه شي او گواکې دا چې د ملي پوځ د افسرانو تر کچې به ورسيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||