BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:52 گرينويچ 2007 ,21 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې شپږ پوليس وژل شوي
افغان پوليس
د تاوتريخوالي په وروستيو گڼو پېښو کې پوليسو ته مرگ ژوبله اوښتې
په افغانستان کې په دوو جلا پېښو کې شپږ پوليس وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي.

په ختيځ ولايت ننگرهار کې د دره نور ولسوالۍ د پوليسو يو مشر هغه مهال له دوو نورو پوليسو سره ووژل شو چې گاډى پې د سړک دغاړې پر بم وخوت.

د همدې ولسوالۍ ولسوال حليم شاه قادري وايي د جنايي پوليسو مشر سمونيار گل هادي هغه مهال ووژل شو چې نن (دوشنبه) سهار يې موټر د سړک دغاړې پر بم وربرابر شو.

شپږ تنه نور پوليس د چاودنې لامله ژوبل شوي دي. وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخيستې.

دوه ورځې مخکې د همدې ولايت د اچين د پوليسو مشر په ورته پېښه کې له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوى و.

بله خوا، د کابل – کندهار پر لويه لاره د پوليسو پر يوه پوسته باندې بريد کې درې پوليس وژل شوي او اووه ټپيان دي.

عيني شاهدان وايي غزني ته څېرمه په عزيز کلا سيمه کې د لويې لارې ساتونکو پوليسو په يوه پوسته کې يوۀ تن پوليس پر خپلو نورو ملگرو توپک را اړولى او څو تنه يې وژلي او ټپيان کړي.

د ټپي شويو پوليسو يو تن، نعمت الله، چې په غزني ښار کې په روغتون کې بستر دى بي بي سي ته وويل تېره شپه يې يوه ملگري د پيرې په وار د پوستې پر نورو پوليسو بې واره ډزې پيل کړې او درې تنه يې ووژل. اووه نور پوليس په دې پېښه کې ژوبل شوي دي.

طالبان
 که رښتيا په دغو دواړو پېښو کې د وسله والو طالبانو لاس وي دا به د نوي تکتيک په توگه د افغان حکومت په امنيتي کړيو کې د دوى ننوتل ښيي.

دۀ زياته کړه د ملگري له بريد سره يې سم د پوستې شاوخوا نورې گڼې ډزې پيل شوې، چې کېداى شي وسله وال طالبان به ول.

د پېښې سيمه د غزني او ميدان وردگو ولايتونو په منځ کې پر لويه لاره پرته ده.
د ميدان وردگو د پوليسو مشر محبوب الله يوازې د پوليسو مرگ ژوبله مني، خو نور جزئيات نه ورکوي.

وسله والو طالبانو بريد کوونکى سړى د پوليسو په چامه کې خپل ملگرى بللى.

څو اونۍ مخکې په کابل کې د څرخه پلۀ له زندان سره هم د افغان پوځ يوۀ غړي پر امريکايي ځواکونو ډزې وکړې او دوه سرتېري ووژل.

طالبانو هغه بريد کوونکى هم خپل غړى بللى و، خو د دفاع وزارت هغه په اروايي ناروغۍ اخته پوځي گڼلى و.

که رښتيا په دغو دواړو پېښو کې د وسله والو طالبانو لاس وي دا به د نوي تکتيک په توگه د افغان حکومت په امنيتي کړيو کې د دوى ننوتل ښيي.

هاخوا، په سويل ختيځ ولايت خوست کې له امريکايي ځواکونو سره کارکوونکى امنيتي قراردادي د هغه پر کور په بريد کې وژل شوى. سيمه ييزو چارواکو په اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې تر اوسه په دې پېښه څوک پړۀ دي بللي، خو طالبان دا خپل کار بولي.

په وروستيو اونيو کې د افغانستان په سويل او ختيځ کې ناامني په چټکه توگه زياته شوې، په تېره بيا د وسله والو طالبانو د لوى قومندان، ملا دادالله له وژل کېدو وروسته امنيتي حالات زيات خراب شوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت