|
پوليسو٦تنه دخبريالې د وژلوپه تورنيولي دي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان امنيتي ځواکونه وايي ٦ تنه يې د خبريالې ذکيه ذکي د وژنې په تور نيولي چې دوه تنه يې د پېښې اصلي عاميلين پيژندل شوي دي . نوموړې دسه شنبه په ماښام په خپل کور کې په ډزو سره ووژل شوه . دکورنيو چارو وزارت ددغو نيول شويو کسانو په اړه ډېر جزيات ورنکړل . خو په ډاگه يې کړه چې دغه کسان پخوا په وسله والو ډلو پورې تړلي وو. د يوې اونۍ په دننه کې د ٢ افغان ښځينه خبريالانو د وژونکو نيول کېدل که دافغان پوليسو د بريا نښه بلل کيږي خو دخبريالانو په منځ کې يې ډيرې اندېښنې راپورته کړي . دکورنيو چارو وزارت د ترهگرۍ ضد ادارې مشر عبدالمنان فراهي په کابل دخبريالانو يوې ناستې ته د ٦ تنو د نيولو خبر ورکړ چې ٢ تنه يې نيغ په نيغه په وژنې تورن کړل. خبرياله ذکيه ذکي د سه شنبه په شپه په خپل کور کې په ډزو سره ووژل شوه . ((د ذکيه ذکي د وژلو په تور مو په پيل کې ٦ تنه ونيول، ٢ پکې تابت شوي چې د وژنې اصلي عاملين دي. نورې پلټنې روانې دي وروسته به نور معلومات وړاندې کړو.)) دغه ټول کسان په هغه سيمه کې امنيتي ځواکونو نيولي چې خبر ياله ذکيه پکې وويشتل شوه . ښاغلي فراهي دغه کسان سيمه ييز اوسيدونکي وبلل ،خو د نورو جزئېاتو له ورکړ ې يې ډډه وکړه . نوموړي ونه ويل چې دا کسان په چا پورې تړلي اوڅوک دي، خو په تېر مهال کې يې دغه کسان په ځينو وسله والو ډلو پورې وتړل . له دغو نيول شويو کسانو څخه دامهال امنيتي ځواکونه پلټنې کوي . په کابل کې د خبريالانو څخه ددفاع د ټولني يو چارواکي ضيا بوميا وايي چې د وروستيو ٢ خبريالانو وژل کېدو ددوى اندېښنې زياتې کړي دي. (( په دې وروستيو ٢ اونيو کې څانگه اماج او ذکيه ذکي ووژل شول په پروان کې يو خبريال ټپي شو ، په کندوز کې يوه ورځپاڼه د سيمه ييزو چارواکو لخوا وتړل شوه ، که حالات همداسې روان وي نو د ژور ناليستانو مصونيت به ختم شي )) خبرياله ذکيه ذکي په پروان ولايت کې د سولې د راډيو مشره وه او له تيرو څو کلونو راهيسي يې په سيمه ييزه کچه خپرونې درلودې .
دکورنيو چارو وزارت د تروريزم ضد ادارې مشر منان فراهي له خپله اړخه خبريالانو ته ډاډ ورکړ چې په وينا يې ددوى د امنيت په ساتلو کې به خپلې هڅې وکړي . (( امنيتي ځواکونه دخبريالانو دامنيت لپاره تيار دي . موږ ډاډ ورکو و چې امنيت به يې ساتو . او که دوى د خطر احساس کوي نو زموږ امنيتي ځواکونو ته دې احوال ورکړي موږ به يې امنيت خوندي کړو.)) پر ذکيه ذکي سربېره په روانې اونۍ کې په کابل کې د يوه خصوصي تلويزون خبرياله څانگه اماج هم په خپل کور کې په ډزو سره ووژل شوه چې وروسته پوليس وتوانېدل ددغې خبريالې دوژنې په تور دوه کسان ونيسي . بل خوا د کابل ولايت د قره باغ په ولسوالۍ کې د يوې سيمه ييزې راډيو چارواکي وايي دسيمې شورا او د ولسوالى چارواکو له تېرو ٣ ورځو راپديخوا دغه راډيو په خپله ولکه کې اخيستي . دا په سيمه کې يوه خپلواکه راډيو ده چې له څه باندې ٣ کلونو راهيسې ډول ډول خپرونې کوي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په کابل کې د خبريالانو ددفاع ټولنې دغه کار غندلي ، خو دافغانستان دکورنيو چارو وزارت ددغې پيښې په اړه بې خبرې وښوده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||