BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:16 گرينويچ 2007 ,18 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
اروپايې اتحاديې دپوليسو روزنه پرغاړه واخيسته

افغان پوليس
له افغان پوليسو سره د مرستې ژمنه داسې مهال کېږي چې په وروستي تاوتريخوالې کې تر ٢٠٠ زيات پوليس وژل شوي
اروپايي اتحاديه وايي په افغانستان کې د ټيکاو د راوستو لپاره به تر هغه له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلې مرستې جاري وساتي چې اړتيا يې وي.

په کابل کې له المان څخه اروپايي اتحاديې ته دافغان پوليسو د روزنې دچارې د ليږد په مراسمو کې د وينا پر مهال د افغانستان لپاره د دغې اتحاديې ځانگړي استازي فرانسېس ويندرل داهم وويل چې په نورو مالي مرستو به د اتحاديې غړي هيوادونه د افغان پوليسو د روزنې چارې چټکې کړي.

د المان په مشر ۍ تيرو پنځو کلونو کې روزل شوي په لسگونو زره پوليس دامهال د افغانستان په بيلابيلو ولايتونو کې امنيتي دندې ترسره کوي .

د وسله والو طالبانو لخوا پر افغان پوليسو د بريدونو زياتوالى په هغې وڼدې پورې تړلى گڼل کيږي چې ځيني وايي افغان پوليس يې په هيواد کې د امنيت په خوندې کولو کې ترسره کوي.

د کورنيو چارو وزارت راپورونه وايي تر دوه سوه زيات پوليس په وروستيو دريو مياشتو کې له طالبانو سره په نښتو او د هغوى په بريدونو کې وژل شوي دي. ډيرى يې لامل دابولي چې گواکې د افغان پوځ او نړيوالو ځواکونو په پرتله د وسله والو طالبانو لپاره پوليس ځکه اسانه هدف دى چې ښې وسلې او اړين پوځي وسايل نه لري.

د کورنيو چارو وزارت مشرتابه هم له همدې ستونزې شکايت کوي. خو د افغان پوليسو يوازې دا ستونزه او نيمگړتيا نه ده. په فساد او د نشه يي توکو په قاچاقو کې د پوليسو د يو شمير چارواکو د ښکيلتيا له کبله ويل کيږي چې خلک هم دا مهال پر پوليسو دومره باور نه لري.

افغان پوليس
د اروپايي اتحاديې چارواکو له ژمنې سره سم، په دريو راتلونکو کلونو کې به افغان پوليس په داسې توگه وروزل شي چې هم له وسله والو طالبانو په مخ کې ودرېږي او هم د خلکو باور خپل کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې ځانگړى استازى فرانسېس ويندرل د پوليسو په وړاندې دا ټولې کلکې ننگونې بولي چې وايې د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه يې بايد له افغان حکومت سره په گډه هوارې کړي.

نوموړى هيله څرگندوي چې له المان څخه اروپايې اتحاديې ته د پوليسو دروزنې د چارې د مشرۍ په ليږديدو سره به د افغان پوليسو د روزنې چارې گړندۍ شي.

ښاغلى ويندرل باور ښيي چې نورو مالي مرستو او همغږو هڅو سره به دوى وکولى شي چې په راتلونکو دريو کلونو کې د افغانستان لپاره داسې پوليس وروزي چې د وسله و الو طالبانو په وړاندې د دريدنې د وړتيا د درلودو سربيره، د خلکو باور هم ترلاسه کړاى شي.

په پام کې ده چې د پوليسو د روزنې په چارو کې شاوخوا دوه سوه بهرني متخصصين افغانستان ته راشي او دکابل په گډون د پوليسو د رزونې په پنځو زونونو کې د پوليسو دروزنې چارې همغاړې کړي.

افغانستان دا مهال شاوخوا څلوېښت زره پوليس لري چې چارواکي وايي په راتلونکو څوکلونو کې به دا شميره شپيتو زرو ته ورسيږي.

خو د پوليسو د چارو يو شمېرکارپوهان وايي چې د څومره والي ترڅنگ بايد د پوليسو څرنگوالي ته ډيره پاملرنه وشي. دا هغه څه دي چې دوى وايي تر اوسه ورته سمه پاملرنه نه ده شوې.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت