|
له افغان پوليسو سرټکول شوى دى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
كه له يوې خوا په دې وروستيو كې پرله پسې ناكراريو ددغه هيوادپه سويل لويديځ كې د خلكو ژوند له ګواښ سره مخامخ كړى ،له بلې خوا امنيتي ساتونكي په دې پړه بلل كېږي چې له خلكو سره زور زياتى كوي او په زور پيسې ترې اخلي. دكندهار هرات پرلويه لار پر مېشتو امنيتي ساتونكو دا تور لګېږي چې له ځايي خلكو څخه يې د ټوپك په څوكه ګرځنده تليفونونه هم اخيستي دي ،دهلمند ولايت دګريشك ولسوالۍ يوه اوسيدونكي سلطان محمد بي بيسي ته وويل : ((هره ورځ پوليس پيسې رانه اخلي او كه يې ور نه كړو بيا مو دطالبانو په نوم ځوروي ،هيڅوك مو غږ نه اوري چا ته ولاړشو؟)) دګريشك ولسوالۍ يو بل اوسېدونكى محمد لعل بيا وايي چې څوځله دده په وينا ناحقه پوليسو وهلى او ټكولى دى، نوموړى زياتوي كه مركزي دولت د پوليسو په چلندكې بدلون رانه ولي نودده په خبره دى اوده ته ورته ډېرى كسان به له سيمې څخه كډې كولو ته اړشي. هم داراز دګريشك ولسوالۍ په شمال كې د سربند كلي ګڼ اوسېدونكي وايي چې د پوليسود ناوړه چلند له امله دې ته اړدي چې طالبانو ته ځاى وركوي. دلته دكندهار د ميونداو ژېړۍ ولسواليو يوشمېر اوسېدونكي هم د پوليسو له چلند څخه سرټكوي اووايي چې پوليس يې دتلاشيو په پلمه په كورونو ورننوځي اوكه يې څوك دمخنيوي هڅه وكړي له طالبانو سره يې دتړاو په تور نيسي. حاجي سخي محمد چې ځان دژيړۍ ولسوالۍ اوسېدونكى راپېژني تور لګوي چې پوليس هغه كسان ښه خلك بولي چې دوى ته پيسې وركوي،نوموړى د وروستيو ناكراريو يوعلت له ولس سره دامنيتي چارواكو بد چلندبولي. دكندهار هرات دلويې لارې يوشمېرمساپراوګڼ موټرچلوونكي دڅړكونودساتلوپرپوليسو تورلګوي چې په سپينه ورځ له لارويانوڅخه پيسې اخلي او كه يې څوك ورنه كړي نودخلكو په خبره دپوليسو له لوري بندي كېږي، دافغانستان دكورنيوچارو وزارت هم مني چې ځينې پوليس يې په بډو يارشوت اخيستلو تورن دي اوښايي دپيسو د ترلاسه كولو لپاره يې ځينې كسان ځورولي وي . دكورنيو چارو د وزارت وياند يوسف ستانېزي بي بي سي ته وويل چې دپوليسودسمون پر ا صلاحاتو دكورنيو چارو په وزارت كې كار روان دى، دده په خبره ډېر ژر به هغه كسان له دندو ګوښه اوجزا به وركړل شي چې دخلكو په ځورونو كې لاس لري . ښاغلي ستانېزي دپوليسو له لورې ځورول شويوكسانو څخه هيله وكړه چې ډېرژردې دكورنيو جارو په وزارت كې خپل شكايتونه درج كړي، چې له دغو خلكوسره قانوني چلند وشي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||