|
'امريکايي پوځ اوه تنه افغان پوليس وژلي' | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان په ختيځ کې چارواکي وايي امريکايي ځواکونودد ناسم پوهاوي لامله اوه تنه افغان پوليس په بمبارۍ کې وژلي. پنځه نور پوليس ټپيان شوي هم دي. د ننگرهار والي، گل اغا شېرزي، د پېښې لامل ناسم پوهاوى او په سيمه کې د پوځي عملياتو پر مهال د همغږي نشتوالى بللى. د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف ځواکونه وايي چې سرتيري يي له داسې ناڅرگندو وسله والو کسانو سره په جگړه کې کېوتي چې لا هم نه دي پيژندل شوي. پېښه تېره شپه ناوخته د ننگرهار ولايت د خوگياڼيو ولسوالي کې شوې او د پېښې ځاى تورې بوړې ته نژدې ښوول شوى. په ننگرهار کې د چټک غبرگون د ځواکونو قومندان نصير احمد ساپي بي بي سي ته وويل چې امريکايي ځواکونو په تياره کې ددوى پر امنيتي پوستې ډزې وکړې . هغه وويل، دواړه غاړې امريکايان او افغان پوليسو پر يو بل د طالبانو گومان وکړ او امريکايي پوځ بيا د هوايي مرستې غوښتنه وکړه . ښاغلي ساپي وويل ، امريکايي الوتکو د دوى پر پوستې بمونه وغورځول چې په ترڅ کې يې اوه تنه پوليس ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول . په کابل کې د امريکا په مشرۍ ځواکونه چې د حکومت مخالفو وسله والو په وړاندې جنگيږي بيا د پېښې په اړه بل څه وايي. ددوى وياند بي بي سي ته وويل چې افغان او امريکايي ځواکونو په گډه سره د مشکوکو وسله والو طالبانو د يوۀ پټنځاى د لټون لپاره پوځي عمليات کول چې د راکټي او لاسي بمونو او د سپکو وسلو بريد پرې وشو . وياند وايي ددوى د گزمې ډلې ځوابي ډزې وکړې او د هوايي ځواکونو مرسته يې وغوښتله . د امريکايي پوځ وياند وايي له پېښې وروسته دوى د 'بريد کوونکو' د پېژندنې په اړه پلټنه پيل کړې. خو دۀ د مرگ ژوبلې په اړه څه ونه ويل او زياته يې کړه چې دا مهال نور جزيات نه لري . بله خوا وسله وال طالبان ادعا کوي چې تېره شپه په خوگياڼيو کې دوى هم د پوليسو پر يوه پوسته بريد کړى او ١٢ تنه پوليسان يې وژلي. د طالبانو يوۀ وياند وويل د دوى په بريد کې يو شمېر نور پوليس ټپيان شوي دي او د هغوى څو گاډي يې هم له منځه وړي. خو حکومتي چارواکو د دغې خبرې پخلى نه دى کړى. | ورسره تړلي نور خبرونه په کابل کې يو زورور بم وموندل شو11 جون, 2007 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||