BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 08:23 گرينويچ 2007 ,11 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په کابل کې يو زورور بم وموندل شو

دا ډول بمونه په عراق کې د اورپکو لخوا ډېر کارول کېږي، او په افغانستان کې نادر ليدل شوي (عراق: د ارشيف انځور)
دا ډول بمونه په افغانستان کې لږ لېدل شوى او په عراق کې د اورپکو لخوا د نړيوالو ځواکونو په وړاندې جگړې کې ډېرکارول کيږي
د افغانستان د استخباراتو اداره وايي په پلازمېنه کابل کې يې داسې يو زورور بم موندلى چې په افغانستان کې لږ لېدل شوى او په عراق کې د اورپکو لخوا د نړيوالو ځواکونو په وړاندې جگړې کې ډېرکارول کيږي .

دا يو پياوړى بم دى چې کولى شي د ټانک په گډون زغروال گاډي له منځه يوسي.

د استخباراتو ادارې ويلي چې دغه بم د ښار لوېديځ لورې ته د پوليتخنيک په واټ کې ايښودل شوى و چې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو يو کاروان په نښه کړى. خو ترچاودنې وړاندې شنډ کړاى شو.

دغه بمونه يا ماينونه د ځواکمنو چاودېدونکو توکو څخه جوړ شوي دي چې کولى شي له چاودېدلو سره په چټکۍ د ټانکونو په گډون له زغره والو گاډو تېر شي او له منځه يې يوسي. دا داسې بمونه دي چې راپورونه وايي اورپکي ترې په عراق کې د عراقي او نړيوالو ځواکونو په وړاندې جگړه کې هم کار اخلي.

په کابل کې د استخباراتو د ادارې يوۀ چارواکي چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته وويل چې يو ددغو بمونو څخه د کابل ښار په لوېديځ کې د پوليتخنيک د انسټيټيوټ په واټ کې ځاى په ځاى شوى و.

دا د کابل ښار د گڼې گوڼې څخه ډک سړک دى، چې د استخباراتو ددغۀ چارواکي په وينا، د بم ځاى په ځاى کوونکو غوښتل چې دغلته د حکومت د يوۀ لوړ پوړي چارواکي د موټرو کاروان په نښه کړي. خو تر چاودنې مخکي کشف او شنډ کړاى شو.

تردې پخوا هم په پلازمينه کابل او د افغانستان په نورو ولايتونو کې ډول ډول ماينونه، بمونه او چاودېدونکي توکي د افغان او نړيوالو امنيتي ځواکونو له خوا تر لاسه شوي دي . خو دا دويم ځل دى چې داسې بمونه ترلاسه کيږي چې زغروالو گاډو ته گواښ پېښولى شي.

د استخباراتو دغه چارواکى وايي تر اوسه يې په دې تور څوک نه دي نيولي او داهم نه وايي چې دغه بم په کوم هيواد کې جوړ شوى دى.

خو په لومړي ځل دېته ورته بمونه څه موده مخکې د افغانستان او ايران پولو ته نژدې، دهرات په ولايت کې وموندل شو ل چې دافغان پوځ افسرانو وويل چې دغه ماينونه له ايران څخه راغلي دي .
د ناټو ځواکونو هم څه وخت وړاندې د هيواد په سويل کې په ايران کې جوړو وسلو او پوځې وساېلو د ترلاسه کولو خبره کړې وه.

تيروه اونۍ د امريکا ددفاع وزير رابرټ گېټس هم کابل ته د سفر پر مهال په افغانستان کې د ايرانۍ وسلو د موندلو د خبرې پخلى وکړ، خو ده وويل چې تر اوسه داسې کره شواهد نه دي ترلاسه شوي چې وښيي دغه ايرانۍ وسلې او پوځي وسايل په مشخصه توگه د چا لخوا افغانستان ته ليږدول کېږي.

که څه هم په افغانستان کې ۍځينې امنيتي چارواکي، د دغو وسلو او پوځي وسايلو په لېږدلو کې ځينې ايرانۍ استخباراتي کړۍ تورنوي، خو ايراني چارواکي په کلکه دغه تورونه ردوي.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت