|
گېټس: نه پوهيږم له ايرانه څوک افغانستان ته وسلې ليږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د متحدو ايالاتو د دفاع وزير د خپل لوى درستيز او د بهرنيو چارو د مرستيال له هغو څرگندونو سره غږ يو کړى چې وايي ايراني وسلې او چاودېدونکي توکي يې په افغانستان کې موندلي دي . رابرټ گېټس وويل دى نه پوهيږي چې د ايران په حکومت کې دننه کومه غاړه د دغو وسلو د ليږلو چاره پر مخ بيايي . واشنگټن له اوږدې مودې راهيسې ايران د هغو وسلو په چمتو کولو تورناوه چې په عراق کې د امريکايي عسکرو خلاف کارول کېږي، هغه تور چې تهران تل رد کړى دى. خو دا تورونه چې په ايران کې جوړې وسلې طالبانو ته استول کېږي، خورا نادر دي. د امريکا د دفاع وزير رابرت گييټس په دې اړه داسې وويل: " لکه چې جنرال پيس وويل موږ ايرانۍ وسلې او ايراني چاودېدونکي مواد په افغانستان کې موندلي دي. لکه چې جنرال پيس هم ويلي، موږ نه پوهېږو چې ددې کار اجازه د ايراني حکومت په کومه کچه کې ورکړ شوې ده". تهران په ښکاره په افغانستان کې د امريکاييانو د شتوالي پر دوام نا خوښه دى. او په داسې حال کې چې امريکا د ايران د ناندره ييز اټومي پروگرام پر سر پر دغه هيواد زور ډېر کړى، ځينې څېړونکي وايي تهران ښايي هڅه وکړي چې د خپل پراخ سيمه ييز اغېز په کارولو امريکا ته په افغانستان او نورو ځايونو کې ستونزې راجوړې کړي. خو له دې سره سره هم، ايران چې شيعيه گان په کې ډېرى دي او سني طالبان يو د بل طبيعي متحدين نه شي جوړېداى. تهران د ١٩٩٠ يم کلونو په اوږددو کې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ سره کلک مخالف و او ويل يې چې د هغوى اورپکو تگلارو د اسلام نوم بد کړى دى. دغه هيواد د هغو افغان ځواکونو ملاتړ کاوه چې په پاى کې يې د طالبانو ځاى ونيوه او په ٢٠٠١ کال کې يې د يوه لنډمهال حکومت جوړولو ته د افغاني ډلو په راماتولو کې مثبت رول لوبولى دى. سربېره پر دې يې له افغانستان سره د سلگونو ميليونو ډالرو مرستې ژمنه کړې او د کابل له اوسني حکومت سره نژدې اقتصادي او کلتوري اړيکي لري. په اوږده مهال کې به واک ته د طالبانو ستنېدل د ايران لپاره بد خبر وي. او لکه چې ښايي تهران به هم ورته گوته ونيسي، واشنگټن لا تر اوسه د خپل تور د تاييد لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي. | ورسره تړلي نور خبرونه ايران : په سيمه کې بهرنيان ستونزې پيدا کوي11 مارچ, 2007 | خبرونه سپنتا : د ايران له اتومي فعاليته نه يو اندېښمن28 دسمبر, 2006 | خبرونه له ايران څخه د تيلو اخيستل کابل ته په څه مانا دي ؟28 مۍ, 2006 | خبرونه ايران او افغانستان د کونسلي چارو تړون لاسليک کړ26 دسمبر, 2005 | خبرونه د ايراني ولسمشر په خبرو نړيوالو نيوکې وکړې27 اکتوبر, 2005 | خبرونه جعفري : په ايران تور بې بنسټه دى06 اکتوبر, 2005 | خبرونه ايران د برتانيا تورونه رد کړل05 اکتوبر, 2005 | خبرونه افغانستان له ايران سره ښې اړيکي غواړي03 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||