|
ايران د برتانيا تورونه رد کړل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په تهران کې د حکومت يوۀ وياند وويل دا دعوه چې ايران عراق ته د وسلو په قاچاقولو کې لاس لري درواغ ده دوى برتانيا وننگوله چې شواهد وړاندې کړي . دۀ زياته کړه چې دا برتانيا ده نه ايران چې بې ثباتي پيدا کوي . په لندن کې د ايران سفارت يادونه وکړه چې په دې وروستيو کې ايراني خپرونو ويلي چې برتانيا د ايران په سويل ختيځه سيمه کې ناکراري پيدا کوي دا سميه د عراق له پولې پورې غاړې ده په عراقي غاړه کې بيا د بصرې شاوخوا برتانيوي ځواکونه پراتۀ دي . دا تور بيا په تهران کې د برتانيا سفارت رد کړه او نا معلومه افسانه يې وبلله . دا ټولې خبرې داسې ښکاري چې د بدې لهجې مخامخ ځوابونه وي خو ښايي د عراق په سويل کې د همدې له امله تاوتريخوالى زيات شي او ورسره د ايران او برتانيا ترمنځ اړيکي هم زيانمنې شي > دغه اړيکي د ايران د هستوي فعاليتونو په باب د خبرو اترو د ختميدو له امله هسې هم ښې نه وې اوس نورې هم مخ په خرابيدو ښکاري . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||