|
له ايران څخه د تيلو اخيستل کابل ته په څه مانا دي ؟ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايران ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د سفر په مهال يو تود خبر له دغه هيواد سره د نفتي موادو په برخه کې د يوه لوى تړون د لاسليک کيدو پر سر سلا مشورې وښودل شوې . ولسمشر ته نژدې سرچينې وايي په دې سره به د افغانستان په سلو کې ٨٠ نفتي اړتياوې له ايران نه پوره کيږي . په افغانستان کې د دا ډول يوه احتمالي تړون پر سر نظرونه ويشلي دي . ځيني شنونکي د تړون ملاتړ کوي خو ځينې بيا د تيلو له اړخه په يوه هيواد تکيه کول يوه لويه ننگونه بولي . افغانستان د تيلو له اړخه د اوس لپاره په بشپړه توگه يو مصرفي هيواد دى . د رسمي احصايو له مخې دا هيواد په کال کې يو اعشاريه دوه مليونه ټنه تيلو ته اړتيا لري . د دغو تيلو ډيره برخه د سيمه يز مارکيت په واحده بيه له گاونډيو هيوادونو ايران ، ترکمنستان او قزاقستان نه راوړل کيږي . همدې ته په کتو ، له ايران سره د يوه داسې قرارداد د لاسليک خبر چې په مټ به يې افغانستان له دې وروسته د خپلو تيلو ٨٠ په سلو کې اړتياوې له دغه هيواد نه پوره کوي ، د افغانستان په مطبوعاتو او رسنيو کې يو تود خبر دى . د ايران په سفر کې له ولسمشر کرزي سره د ملگري پلاوي له مينځه ، ښاغلي کرزي ته نژدې سرچينو د شنبې په ورځ افغان خبريالانو ته د دا ډول يوه تړون د لاسليکيدو د احتمال يادونه وکړه . دغه سرچينې ظاهرآ د دا ډول يوه تکل تر شا اصلي لامل دا بولي چې گواکې د ايران د تيلو کيفيت ښه دى . دا هغه څه دي چې دشکيب په نامه په کابل کې د تيلو يو سوداگريې هم يادونه کوي . ايراني تيل دير خرڅيږي . که ډيزل دي ، که پټرول . دليل يې د کيفيت ښه والى دى . له دې سره جوخت د يوه بل لامل يادونه هم کيږي . هغه د ايران د تيلو پراخه زيرمې دي . دغه هيواد له دې اړخه په نړۍ کې دريم ځاى لري . ځينې شنونکي همدې ته په کتو ، په دې باور دي چې که افغانستان د تيلو په برخه کې په ايران ډډه ولگوي نو د ښايسته اوږدې مودې لپاره به يې د کمي له انديښنو فارغ وي . خو ددې نظريې مخالفين د افغانستان د سياسي جغرافياحساسيت مخې ته کوي اوتر شا يې د دا ډول يوه گام پورته کول په لوى لاس له احتمالي ننگوونو سره د هيواد مخامخ کول بولي . بيلگه يې د ډاکتر نجيب اله د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې د تيلو د درانه کمي را اخلي . تر هغه مهاله افغانستان د تيلو له اړخه په بشپړه توگه په پخواني شوروي اتحاد ډډه لگوله . خو اړيکي ورو ورو ساړه شول . ددې يوه پايله تر دې کچې د تيلو کمى راووت چې په پمپونو کې به د اوږدو ليکو د جوړيدو تر څنگه ډير ځله عادي الوتنې هم ځنډيدلې . له بل لورې نرخونه ورځ په ورځ پورته ختل او ددې هر څه پړه په حکومت اچول کيده . د افغانستان په څير د يوه هيواد لپاره چې د سياسي جغرافيا له اړخه په وچه پورې تړلى دى ، ښه دا ده چې د تيلو له اړخه په داسې يوه پراخه کچه ځان په يوه هيواد پورې ونه تړي . دا ځکه چې کيدى شي په اوږده موده کې دغسې يو کار ناوړه پايلې هم ولري . د حکومت په چوکاټ کې د تيلو او غازو د انحصاراتو مشر يونوس مغل د همدې پوښتنې په ځواب کې قرارداد هله گټور بولي چې ايران پر افغانستان د تيلو د پلور په بيه کې د نورو په پرتله کمى راولي . له اقتصادي اړخه هله دا گټه لري چې هغوى موږ ته په تخفيف قايل شي . له بل لورې موږ د ازاد بازار په لورې مخه کړې او طبعآ له هر هغه ځايه مال اخلو چې هم يې کيفيت ښه وي او هم يې نرخ ارزان وي . که دا ايران وي او يا کوم بل هيواد . خو د سوداگرۍ د نړيوال اتاق ريس حميداله فارقي له لويه سره د دا ډول يوه قرارداد لاسليک د افغانستان له اساسي قانون سره چې په ازاد بازار د ولاړ اقتصادي نظام ملاتړ کوي ، مخالف بولي . يوه بله نيوکه يې دا ده چې په دا ډول قراردادونو سره گواکې د توليدي اقتصاد ظمانت نشي کيدى . دا راز د سوداگرو ټولنې د دوى په کارو بار کې نه يوازې د افغانستان د حکومت له لورې د دا ډول يوه احتمالي اغيز له پريوتو انديښنه لري ، بلکه له لويه سره د ايران او افغانستان تر مينځ د سوداگرۍ د کچې ټيټ والى هم د ايران د دولتي پاليسيو پايله بولي . که چيرې د دا ډول ننگونو احتمال موجود وي نو بيا د افغانستان د حکومت لپاره له ايران سره د دغه ډول يوه قرارداد د لاسليک انگيزه په ريښتيا هم يوازې د ايراني تيلو د کيفيت ښه والى دې او که کومه بله انگيزه هم لرلى شي ؟ ځينې شنونکي همدې موضوع ته په اشارې سره د افغانستان د حکومت د يوه بل مجبوريت يادونه هم کوي . داسې چې په وينا يې دا هيواد له يوه لورې په افغانستان کې د امريکا او لويديځ فعال حضور ته اړتيا لري او له بل لورې له ايران سره ښه گاونډتوب ته . او دا په داسې حال کې ده چې نن سبا امريکا او ايران په خپلو کې يو بل ته د اور او اوبو حيثيت لري . د سياسي چارو کارپوه ډاکټر طرزي د افغانستان دا مجبوريت مني او وايي کيدى شي په دې قرارداد کې نه يوازې د افغانستان بلکه د ايران لپاره هم د سوداگريزو انگيزو په ځاى سياسي انگيزې معتبره وي په تيره بيا دې ته په کتو سره چې ايران د خپلو تيلو د پلور لپاره په نړيواله کچه پراخ مارکيټ لري او د افغانستان کارکيټ ته کومه اړتيا نه ويني . شک نشته چې ايران د تيلو د پلور لپاره کافي بازارونه لري . په تيره دا چې د تيلو د يو بيلر نرخ له ٧٠ ډالرو هم پورته دى . خو کله داسې هم کيږي چې سوداگري د سياست لکۍ نيسي . زه دلته هم د داسې يو څه امکان وينم . ها خوا کارپوهان د تيلو په تړاوو د بيړنيو حالاتو د مقابلې لپاره په افغانستان کې د لويو ذخيرو يا زيرمو جوړول له بهرنيو هيوادونو سره د قراردادونو د لاسليک په پرتله بيړنۍ اړتيا بولي . د جگړې په کلونو کې د ټول هيواد په کچه د دغو زيرمو په سلو کې شاوخوا٩٠ له مينځه تللي او که چيرې د لنډې مودې لپاره هم په افغانستان تيل ودريږي نو معنى به يې د ژوند په ټپه دريدل وي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||