 |  جاويد لودين له بي بي سي سره خبرې کولې . | د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي وياند جاويد لودين د متحدو ايالاتو د ولسمشر جورج بورش پر هغو څرگندونو له څه ويلو ډډه وکړه چې ويل يې ايران او سوريه د ترهه گرۍ لوي صادرونکي هيوادونه دي . له بي بي سي سره په يوه مرکه کې ښاغلي لودين وويل دا د دۀ دنده نه ده چې د ښاغلي بوش په خبرو څه ووايي . ښاغلي لودين له ايران سره د افغانستان د ښو اړيکو يادونه وکړه او زياته يې کړه چې له تيرو تجربو څخه په زده کولو افغانستان او گاونډيان يې غواړي چې ټينکې اړيکي ولري . د ولسمشر کرزي وياند ويل افغانستان سوداگرۍ او پانگه اچونې ته اړتيا لري . دۀ ومنله چې له متحدو ايالاتو سره يې اړيکي خوږې او ژورې دي خو ټينگار يې لارۀ چې گاونډيو هيوادونو په افغانستان کې د ترهه گرۍ پر ضد مبارزه کې مرسته کړې ده . |