|
د ايراني ولسمشر په خبرو نړيوالو نيوکې وکړې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا لومړى ځل نه دى چې د ايران مذهبي او سياسي مشران د اسراييلو پر وړاندې له تاوتريخوالي ډکې څرگندونې کوي او نه د ولسمشر احمدي نژاد څرگندونې وروستۍ گڼلى شو. خوپه دې اړه د نړيوال غبرگون وړاندوينه کيدى شي.گڼو اروپايي هېوادونو ډېره سخته اندېښنه ښودلې ده،د اسراييلو پخواني لومړي وزير شيمن پېرېز غږ کړى چې ايران دې له ملگرو ملتو څخه واېستل شي،او امريکا بيا د ايراني ولسمشر د اوسنيو څرگندونو تر څنگ ددغه هېواد پر اټومي پروگرام هم اندېښنه وښودله. په رښتيا هم په واشنگټن کې دځينو تندلاروپر غوږونو به دولسمشر اوسنۍ څرگندونې د موسيقي غوندې ښه لگېږي او پر هغه دريځ به نور ټينگار وکړى چې ايران يو ياغي دولت دى او بايد گوښه کړل شي. نژدې يوه اوونۍ وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کاندا ليزا رايس ويلي وو چې واشنگټن کېداى شي له ايران سره په عراق کې د خپلو اندېښنو په اړه مخامخ خبرې وکړي. که چېري په ايراني حکومت کې داسې يو څوک و چې له امريکا سره يې داړيکو ښه کولو پر لوري گام اوچت کړى واى خو د ولسمشر احمدي نژاد اوسنيو څرگندونو چاپېريال نور پسې خړ پړ کړ. خوپوښتنه دا ده چې ايا همدا د دۀ نيت و .ډېر کارپوهان په دې اند دي چې ولسمشر احمدي نژاد يو ه انقلابي ولوله لري او دده له سياسي چلند څخه داسې برېښې لکه د شاه له راپرځېدو وروسته لومړنيو شپو ورځود انځور دبيا راټوکېدو هڅه چې کوي. ډېر کارپوهان هېښ شوي دي چې دى په رښيتا هم د خپلو څرگندونو په انگېزه پوهېږي چې ددې په وړاندې به څه ډول په پراخه کچه ډيپلوماټيک غبرگون راپورته کېږي. دا سمه ده چې دده څرگندونې په هېواد کې ښې لگيږي.خو په بهرنۍ نړۍ کې به يوازې خواشيني راپاروي.او له دې اوسنيو څرگندونو څخه د ايران ناندرييز اتومي پروگرام نور د هوارېدو له ډگر څخه ووت. | ورسره تړلي نور خبرونه ايران د برتانيا تورونه رد کړل05 اکتوبر, 2005 | خبرونه سعودي ته د ايراني وزير سفر وځنډول شو05 اکتوبر, 2005 | خبرونه ايران: که م.م. پرېکړه وانه ړوي، اټومي هڅې به بيا پيل کړي27 سپتمبر, 2005 | خبرونه احمدي نژاد: نور هېوادونه دې د ايران ننگ نه ازموې22 سپتمبر, 2005 | خبرونه ايران : د اتمي وسلو د نه خپريدا تړون نه پريږدو21 سپتمبر, 2005 | خبرونه متحده ايالاتونو د ايران د اټومي وسلو په اړه رپورټونه رد کړل24 اگست, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||