BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:47 گرينويچ 2005 ,22 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
احمدي نژاد: نور هېوادونه دې د ايران ننگ نه ازموې
احمدي نژاد
شهاب درې باليسټيکي توغندۍ له ځان سره د اټومي وسلو سرگلوله وړاى شي
د تهران ټول ولس دې د الله اکبر ناره ووهي دا غږ د ايران ملي تلويزيون وياند د شهاب درې باليسټيکي توغندي د را څرگنديدو پر مهال وکړ.دا توغندۍ له ځان سره د اټومي وسلو سرگلوله وړاى شي.

هلته داسې شعارونه ليکل شوي وو : مونږ د خپل ځان ساتنه په ښه ډول کولاى شو او اسلام به لويو ځواکونو ته ماتې ورکوي.

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په خپله وينا کې وويل هر هغه څوک چې ايران يو واري بيا ازمويل غواړي دوى بائيد پوه شي چې زمونږ دقهر لمبې ډېر ې تودې او ويجاړونکې دي.

نوموړي مخامخ د هيڅ يوه هېواد نوم وانه خيست خو ويې ويل چې ايران د خپل پيوستون او خپلواکۍ ساتنه کولاى شي.

که څه هم دغه مراسم د ايران او عراق جگړې د پنځه ويشتمې کاليزي په اړه وو خو ولسمشر په خپله وينا کې د ملگرتيا او سولې پر اړتيا خبرې وکړې اوله عراق څخه يې د بهرنيو ځواکونو د وتو غږ وکړ.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت