|
ايران: که م.م. پرېکړه وانه ړوي، اټومي هڅې به بيا پيل کړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايران گواښنه وکړه چې که د ملگرو ملتو (م.م.) د اټومي څار ادراه خپله وروستۍ پرېکړه وانه ړوي، خپلې حساسې اټومي هڅې به له سره پيل کړي. ايراني مشران دا پرېکړه چې د م.م. امنيت شورا ته يې د ايران د وړاندې کولو لاره هواره کړه، د واشنگټن او د هغه د لوديزوالو انډيوالانو د غلميۍ کړنه بولي. دې پرېکړې ايران له يوه مطلق غوراوي سره مخامخ کړى دى: يا به يې مني او يا به يې ردوي. دواړه دا غوراوي به د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره جدي عواقب ولري. که څه هم ايران په لومړي سر کې دا پرېکړه رد کړه، خو داسې نه برېښي چې دا دې ددغه هيواد وروستى ځواب وي. ايراني مشرتابه ته تر هغه وروسته چې د اټومي پروگرام موضوع يې د ملي درناوي او وياړ کچې ته وخېژوله ، اوس د پښې شاته کول گران برېښي، ځکه چې دا به يې ارزښت د خپلو پلويانو په منځ کې زيانمن کړي. د ايراني مشرتابه په منځ کې هغوى چې د لاکلک غبرگون غوښتونکي دي، استدلال کوي چې د واشنگټن پښه اوس په عراق کې نښتې ده او نور دا زړه نه لري چې په ايران پسې مټې راونغاړي. خو نور غږونه هم په راپورته کېدو دي چې وايي د سرغړونې تگلارې ايران ته زيان پېښوي. د هيواد يو شمېر مخور ورځپاڼه ليکونکي دا پوښتنه راپورته کوي چې آيا د اټومي ټکنالوژۍ خپلول له پاتې نړۍ سره تر ټکر خورا ارزښت لري؟ ددوى وېره داده چې حکومت ښايي اټومي مساله ددې لپاره په يوه لوي کړکېچ واړوي چې د ولس پام له کورنيو کړکېچونو څخه بل لوري ته کوږ شي. شک نشته چې حکومت د ملتپالنې د يوې څپې په راخوځولو بوخت دى. خو په ايران کې لويې پرېکړې د مذهبي مشر آيت الله علي خامنه يي له خوا کېږي. د ايران په حکومت کې د ځينو اړخونو له گواښوونکو څرگندونو سره سره، نوموړي تر اوسه خوله چوپه نيولې ده. دى به ښايي له وروستۍ پرېکړې نه مخکې بوخت وي چې ټول موارد سره په تله کې واچوي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||