BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:26 گرينويچ 2005 ,24 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
متحده ايالاتونو د ايران د اټومي وسلو په اړه رپورټونه رد کړل
News image
تراوسه پورې د ايران لخوا د امريکا د حکومت څرگندونو ته غبرگون نه دى ښودلى شوى
تهران به دې نتيجو ته د خپل دريځ تاييد او برات په توگه گوري .

ايران تل ويلي دي د پخو يورانيمو هغه نښې چې دوه کاله وړاندې موندل شوې هغه د بهر څخه راغلو الاتو نه ترلاسه شوي وو.

په روانې اونۍ کې چې کله له ويانا څخه د پلټونو نتيجې راښکاره کېدل پيل شوي وو . هلته د اتوم په اړه د ايران مرکچي ويلي وو چې يورانيمو ددې اثارو اصلي ځاي په ايران د اتوم په لړ کې تر ټولو مهم تور وو.

د ايران ټولو مطبوعاتو د واشنگټن پوست د پرونۍ ورځې خبر ته پراخ ځاى ورکړى دى څو اخبارونو دا رراپو په بشپړه توگه خپور کړى دى.

بې له شکه دا خبر به راتلونکې مياشت کې اتوم د څار په اړه دملگرو ملتو ادارې سره خبرو کې د تهران دريځ غښتلى کړى .

کېدى شي ايران به دا گڼي چې اروپايي ټولنې دريوو هېوادو سره د دې مذاکراتو کې خبره درنه کړي، چې اوس د ځنډ سره مخامخ دي

فرانسوي چارواکو پرون اعلان کړى وو چې د اکست په ديرشمې نېټې د دريوو اروپايي هېوادو او ايران ترمنځ پلان شوې خبرې لغوه شوې دي

د ايران د بهرنېو چارو وياند خبريالانو ته وويل اروپايانو تهران ته ويلي وو چې د نورو هر ډول خبرو نه وړاندې ايران بايد په اصفهان کې د يورانيمو د غني کولو فعاليتونه بند کړي. ده وويل ايران دا شرط نه دى منلى.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت