 | | | د ايران د بهرنيو چارو وزير به پرون سعودي ته په سفر روانيدۀ . | سعودي عربستان ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير سفر په داسې حال کې ځنډيدلى دى چې په گاونډي عراق کې د ايران د اغيز له امله په سيمه کې کړکيچ مخ په زياتيدو دى . د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي به پرون ( د تلې ١٣ د اکتوبر ٥ ) رياض ته رسيدۀ . خو د سعودي يوې سرچينې بي بي سي ته وويل د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل له هيواده وتلى او تر نامعلوم راتلونکي پورې چمتو نه دى . همدې شهزاده تيره مياشت پر ايران تور ولگاوۀ چې په عراق کې لاسوهنه کوي . |