|
ايران : د اتمي وسلو د نه خپريدا تړون نه پريږدو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران مرستيال ولسمشر غلام رضا اغازاده ويلي د اتمي وسلو د نه خپريدو تړون پرېښودل د نوموړي هېواد په اجندا کې شامل نه دى . نو موړي دغه خبرې د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له غړو سره خبرو تر وروسته د هستوي وسلو د نه خپريدو د څانگې IAEA له څارونکو سره د تبصرو په مهال کړي دي . د ايران مرستيال ولسمشر ويلي چې د اروپايي ټولنې او دامريکا متحدو ايالاتو دهغه غوښتنوپر ضد ملاتړ او خواخوږي راټولوي چې غواړې د ايران هستوي پروگرام مسله امنيت شورا ته وړاندې کړي. ښاغلي اغازاده زياته کړه چې د روسيې چين او بې پرې هېوادونوغورځنگ له استازيو سره يې خبرې ډېرې اړيني او گټورې وې. ده وويل چې ددې خبرو اترو پايلې به د اتمي انرژۍ نړيوالې ادارې د چارواکو پر غونډې لوى اغېز پرېږدي.د ادارې چارواکي اوس داروپايانو لخوا د يوه پرېکړه ليک مسوده سنجوي چې ايران د امنيت شورا ته وړاندې کړي . خو روسيه چين او نور پرمختيايي هېوادونه ددې تکل مخالف دي. متحده ايالات پر ايران تور لگوي چې په پټه د آتومي وسلو د جوړېدو هڅې کوي خو ايران دا تورنه ردوي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||