|
ايران : په سيمه کې بهرنيان ستونزې پيدا کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ايران وايي په سيمه کې بهرنيان ستونزې پيدا کوي دا خبره په کابل کې يوه لوړ پوړي ايراني چارواکي وکړه خو دايې ونه ويل چې څوک ،څه راز ستونزې پيدا کوي . افغان او ايراني چارواکو په خپلو کې داړيکو د لا پراخولو په موخه په افغان پلازمېنه کې خبرې پيل کړې چې د دواړو غاړو ډېر ټينگار د فرهنگي اړېکو په پراختيا و . په دې وروستيو کې د تهران او کابل داړيکو په پراخوالي او ټينگوالي په پرلپسې توگه خبرې کيږي چې ورسره جوخت افغانستان د څو لوړ پوړ اېراني چارواکو کوربه شو. دافغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې په ډاگه شوه چې دواړه هېوادونه گواکې گډ تاريخ ، فرهنگ او ژبه لري . په غونډې کې د ايراني پلاوي ډېر ټينگارپه فرهنگي ډگر و چې په دې برخه کې ېې له افغانستان سره د مرستو اعلان وکړ . دناستې موخه په سېمه کې د روان سياسي ، پوځي ، اقتصادي ، چاپيريال، انرژۍ ، کډوالو او نورو موضوعگانو په اړه بحت وښول شو. د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير منوچهر محمدي د ډېرو جزئېاتو له ورکړې پرته خبريالانو ته وويل چې گواکې د دغې سېمې په خلکو له بهره ستونزې تپل کيږي . د سيمې د ستونزې دڅرنگوالي په اړه نورڅه ونه ويل شوچې څوک څرنگه اوپه څه ډول ستونزې پيدا کوي خو دايران د اتومي پروگرام څخه نړيوال په ځانگړي توگه متحد ايالات خوښ نه دي . همدا يو دليل دى چې د تهران او واشنگټن اړېکې خړې پړې دي. که څه هم اېراني پلاوي د امريکا نوم وانه خيست، خو په تېرو وختونو کې ايرانپه خپل گاونډ کې دمتحدو ايالتونو له حضور څخه نا خوښي ښولې ده . افغانستان وايي چې له خپلوگاونډيو او لويديځ سره د ښو اړيکو د ساتلو په لټه کې دى . | ورسره تړلي نور خبرونه دافغانستان او ايران اړيکي03 جنوري, 2007 | خبرونه سپنتا : د ايران له اتومي فعاليته نه يو اندېښمن28 دسمبر, 2006 | خبرونه سلطان احمد بهين: بهرني ځواکونه نيواکگر ندي27 نومبر, 2006 | خبرونه حامد کرزي د ايراني مشرانو سره وکتل 28 مۍ, 2006 | خبرونه له ايران څخه د تيلو اخيستل کابل ته په څه مانا دي ؟28 مۍ, 2006 | خبرونه ايران او افغانستان د کونسلي چارو تړون لاسليک کړ26 دسمبر, 2005 | خبرونه ايران پر امريکا د اړيکو ښه کولو غږ کړى13 مارچ, 2005 | خبرونه افغانستان له ايران سره ښې اړيکي غواړي03 فبروري, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||