BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:28 گرينويچ 2006 ,27 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سلطان احمد بهين: بهرني ځواکونه نيواکگر ندي
 ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد
احمدي نژاد په عراق او افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نيواکگر بللي
افغان چارواکو له سيمې نه د بهرنيو ځواکونود ايستلو په اړه د ايران د ولسمشرد څرگندونو په تړاوو په خپل لومړني غبرگون کې په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه ، نيواک گر نه بلکه د امن په راوستو کې مرستندوى ځواکونه بللي .

د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين په دې اړه بي بي سي ته په خپلو څرگندونو کې په خپل هيواد کې د بهرنيو ځواکونوشتون د ايران په گډون د ټولې سيمې د ثبات لپاره اړين گڼلي . وياند د سيمې په هيوادو هم غږ کړى چې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي .

د ايران د ولسمشر محمود احمدي نژاد د يکشنبې د ورځې څرگندونو افغان چارواکي له احتياط نه ډک خو په عين حا ل کې له دې پيغام سره ملۀ غبرگون ته اړويستل چې گواکې په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نه يوازې د دې هيواد بلکه د ټولې سيمي د ثبات په گټه دي .

 کله چې په افغانستان کې سوله راشي نو بيا د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا پخپله له مينځه ځي
د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين

د ايران ولسمشر د بسيجيانو په نامه مليشو ته په خپله وينا کې په عراق او افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه نيواک گر بللي ول او وړانديز يې دا وو چې د دغو ځواکونو په ويستو کې دې د دواړو هيوادونو له خلکو سره مرسته وشي .

په افغان حکومت کې د بهرنيو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين د ښاغلي احمدي نژاد د دغو څرگندونو په غبرگون کې په تهران غږ وکړ چې د افغانستان ځانگړي موقعيت او حساس شرايط دې له پامه نه باسي .

د ښاغلي بهين ټينگار دا وو چې افغانستان ته بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړو له مخې راغلي نو ځکه خو دده په وينا کله هم نيواک گر ځواکونه نشي بلل کيدى .

د بهرنيو چارو د وزارت وياند په دې هم ټينگار درلود چې د امن له اړخه خوندي او با ثباته افغانستان د ټولې سيمي په گټه دى . د ښاغلي بهين غوښتنه دا وه چې د سيمې هيوادونه دې له دې اړخه د انديښنو د ښودو پر ځاې له افغانستان سره د ترهگرۍ د ريښو په وچولو کې مرسته وکړي .

(( افغانستان د ترهگرۍ قرباني دى . بايد له افغانانو سره د ترهگرۍ په له مينځه وړو کې مرسته وشي . يوازې له همدې لارې دې هيواد ته سوله او ثبات راستنيدى شي . او کله چې سوله راشي نو بيا دلته د بهرنيو ځواکونو د پاتې کيدو اړتيا پخپله له مينځه ځي . له دې پرته افغانستان دغو ځواکونو ته اړتيا لري . ))

بهين: افغانستان ته بهرني ځواکونه د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د پريکړو له مخې راغلي

د ايران د ولسمشر د يکشنبې د ورځې له دغو څرگندونو په ډاگه معلوميږي چې تهران په افغانستان او عراق کې د بهرنيو ځواکونو او په تيره د امريکايي سرتيرو د شته والي له اړخه ژورې انديښنې لري . خو ښاغلى بهين د افغانستان له اړخه د تهران دا ډول انديښنې ناسمې بولي .

(( موږ تل دا ويلي او غواړم يو ځل بيا ټينگار وکړم چې د افغانستان خاوره به کله هم د کوم گاونډي خلاف ونه کاريږي . دا زموږ د حکومت تگلاره ده او په دې کې بدلون نه راځي . ))

افغان حکومت تل په ټينگار سره ترهگري نړيواله ستونزه بللې او دهغې د مقابلې لپاره يې هم په بيا بيا د نړيوالې همکارۍ د پراختيا وړانديزونه کړي .

ښاغلي بهين د کابل د همدې دريځ په رڼا کې د بهرنيو ځواکونو پر مټ د طالبانو د ماتيدو يادونه وکړه ، هغه څه چې دده په وينا په سيمه کې تر بل هر چا وړاندې د تهران په گټه تمام شول . له دې سره جوخت دغه وياند تهران ته د دې وريادولو هڅه هم وکړه چې که طالبان راستانه شي نو تر بل هر چا وړاندې به گواکې ايران ته سرخوږاوى جوړ کړي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت