BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:09 گرينويچ 2006 ,28 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
حامد کرزي د ايراني مشرانو سره وکتل
منوچهر متکي
د ايران د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي
ولسمشر حامد کرزي ايران ته د خپل سفر په وروستۍ او دويمه ورځ ( يکشنبه دغبرگولي ٧ ) د بهرنيو چارو وزير منوچهر متکي سره وکتل

تيره ورځ ولسمشر کرزي په تهران کې د ايران ستر مشر آيت الله علي خامنه اي سره هم خبرې اترې وکړې . وروسته ښاغلي کرزي د ايران د اسلامي انقلاب د بنسټ ايښودونکي آيت الله خميني له مقبرې څخه هم کتنه وکړه

همدا راز تيره ورځ تهران ته د ښاغلي کرزي په رسيدو سره دايران د ولسمشر مرستيال داود دانش جعفري په هوايي ډگر کې د ښاغلي کرزي هرکلى وکړ او وروسته يې دتهران د اسعد آباد په ماڼى کې د ولسمشر محمود احمدي نژاد سره وکتل

زمونږه خبريال شهباز ايرج چې د افغاني هيات سره يوځاى تللى وايي چې دواړه هيوادونو د خپل منځي اړيکو په لا ټينگولو او پراختيا باندې ټينگار کړى

کرزى او احمدي نژاد
د احمدي نژاد د ټاکل کيدو نه وروسته دا ايران ته د ښاغلي کرزي لومړى سفر دى

د دواړو هيوادو دمشرانو خبرې اترې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او او ځينو سيمه ايزو اونړيوالو مسايلو باندې متمرکزې وې

هيله کيږي چې ايران ته د افغاني هيات د سفر په ترڅ کې به د بنديانو د انتقال ، د مجرمانو د بيره سپارلو ، د پانگه اچونو دملاتړ ، د ايران د خواف له سيمې نه د هرات تر ښاره پورې د اورگاډي د پټلى د جوړولو او ددواړو هيوادو ترمنځ د فرهنگي او قضايي همکاريو په هکله يو لړ لوزنامې او د تفاهم يادداشتونه لاسليک شي

په افغاني هيات کې د افغانستان د حکومت د کابينې ٩ تنه وزيران هم شامل دي

افغان ولسمشر حامد کرزي تراوسه پورې ٢ ځلي ايران ته سفر کړى خود ايران د نوي ولسمشر محمود احمدي نژاد د ټاکل کيدو راهيسې دا د هغه لومړى سفر دى

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت