BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:34 گرينويچ 2005 ,13 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران پر امريکا د اړيکو ښه کولو غږ کړى
News image
د ايران د هستوي پروگرام ځاى
د ايران د هستوي پروگرام لوى مرکچي ويلي که امريکا خپله ښېگړه ښوودل غواړي نو د ايران کنگل شوې شتمني دي ورپرېږدي، اقتصادي بنديزونه دې پورته کړي اوپه سيمه کې دې له ايران سره روانه تربگني پاى ته ورسوي.

حسين موسويان بي بي سي ته وويل چې که امريکا ښه مخي وښودله نو ايران به هم ثابته کړي چې ددوى هستوي پروگرام په بشپړه توگه سوله ييزدى.

ښاغلي موسويان دا هم زياته کړه چې د جمعې په ورځ د امريکالخوا شوي وړانديزونه چې گني ايران به د نړيوالې سوداگرۍ ټولنې غړيتوب ته پرېښودل شي،او د الوتکو پرزې به پرې وپلورل شي .

دنوموړي په وينا کافي امتيازات نه دي او نه به د نړيوال فشار له مخې خپل هستوي پروگرام ونغاړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت