BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:36 گرينويچ 2007 ,03 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دافغانستان او ايران اړيکي

په ٢٠٠١ کال کې په افغانستان کې له نړېوال ملاتړ څخه د برخمن نوي حکومت رامنځ ته کېدو سره دې هېواد ته د ډيرو حکومتونو او موسسو پام راوگرځېد، مرستې چې په رښتيا هم افغانستان ورته اړتيا درلوده او لري ېې پيل شوې، خو دې سره سره د پخوا په پرتله اوس دا خبره ډيره کيږي چې د ډېرو هېوادو د مرستو تر شا داسې ارادې هم شته چې غواړي ددې هېوادپه کلتوري او سياسي ډگر کې خپل اغيز ورزيات کړي.

که څه هم دا لړۍ د نولس سوه اويايمې لسيزې نه راپدېخوا په مستقيم او غير مستقيم ډول د ځينو بهرنېو هېوادو له خوا روانه ده د وخت تېرېدو سره ېې بڼه بدله شوې ده.

د څيړونکو په څيرډير دا هېوادونه هم مني چې د خپلو ملي گټو او ملي امنيت لپاره ېې افغانانو سره د مرستوپه غرض اوږه ورکړې ده، د لويديځ ځينيو مطبوعاتو ښکلي دي ايران هڅه کوي د افغانستان په چارو کې لويه ونډه ولري او د خپل اغيز زياتولو لپاره دې هېواد کې د بيا رغاونې پروژو لپاره ېې دوه سوه ميلونه ډالر لگولي چې ډير ېې د افغانستان په لويديځ کې کارول شوي دي.

په کابل کې د ايران سفير وايي افغانستان کې د دوى ستراتيژي د امنيت، ثبات او غښتلي مرکزي حکومت لپاره ده ، دى زياتوي په دې کې نه يواځې د افغانانو بلکې د ايران ملي گټې شته دى. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستېو کې په افغانستان کې د ناټو د مرکزي پوځي قوماندان ايران الاصله وياند ايران ته په جاسوسۍ تورن شو چې په لندن کې تر محاکمې لاندې ونيول شو.

 افغانستان کې د ايران ستراتيژي د امنيت، ثبات او غښتلي مرکزي حکومت لپاره ده
په کابل کې د ايران سفير

لويديځ مطبوعات وايي په عراق کې د صدام حسين د حکومت له سقوط او د امريکا تر مشرۍ لاندې په افغانستان له بريد وروسته ايران ته دا چانس په لاس ورغلى دى چې دې هېوادونو کې خپل اغيز لپاره کار وکړي.

د اونۍ بحث کې د دوه زر يو کال وروسته د کابل او تهران اړيکو ته کتنه کوو،دې ته گورو گاونډياونو ترمنځ د همکارۍ بريد څه وي، افغانستان چې امريکا سره نزدې اړيکي لري څرنگه کوى شي هغه هېوادو نو سره چې واشنگټن ورسره جوړ نه دى د خپلو ملي گټو پر بنسټ اړيکې وساتي.

ايا رښتيا هم ايران په افغانستان کې د خپل اغيز زياتولو هڅې کوي؟

دا او نورې پوښتنې له کابله د افغانستان د بهرنېو چارو د وزارت وياند سلطان احمد بهين، او له بلجيم څخه د ايران د چارو له افغان څيړونکي اسدالله هلالي سره څيړو

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت