BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:59 گرينويچ 2005 ,26 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران او افغانستان د کونسلي چارو تړون لاسليک کړ

وزيران
ايراني وزير وويل له افغانستان سره اړيکي به يې د کوم دريم هيواد له خوا خرابې نه شي .
دايران اوافغانستان دبهرنېوچارو وزيرانو ډاکټر عبدالله او منو چهر متکى په کابل کې د کونسلي اړيکو د پراختېا تړون لاسليک کړاو دمخدره موادو په ستونزه يې هم خبرې وکړې.

دوى وويل چې له تېرو څلورو کلونو راپدې خوا دغه اړېکې د پراختيا په حال کې دي او هيڅ دريم هېواد دايران او افغانستان پر اړيکو اغيز نه لري . د سيمې د چارو شننونکي دا متحدو ايالاتو ته اشاره گڼي چې د طالبانو له نسکوريدو راهيسته يې په افغانستان کې ځواکونه د القاعدې پر ضد په مبارزه بوخت دي . د واشنگټن او تهران تر منځ اړيکي د ايران د هستوي پروگرام له امله خړې پړې دي .

دايران دبهرنېوچارو وزېر منو چهر متکي په کابل کې په يوه گډه خبري ناسته کې ددغه تړون دلاسليک ترڅنگ وويل دامهال هره ورځ ٢٠٠٠ وېزې دايران د سفارت د نمايندگېو له خوا افغانانو ته ورکول کيږي.

دوى ددواړو هيوادونو ترمنځ په روانو سياسي ،اقتصادي او ټولنېزو اړيکو ټېنگار وکړ دا مهال په اېران کې ميشت افغان کډوال د هغه هيواد دامنيتي چارواکو له چال چلند نه سخت سرټکوي خو دايران د بهرنېو چارو وزېر دافغان کډوالو داستوگنې او کار دستونزو داواري لپاره هم ټټر وواهه .

په نرمه لهجه يې ووېل دوى هڅې کوي داډول ستونزې له مينځه يوسي او وېې ويل هڅه کوو چې دکډوالوکورنيو ځينو نارينه غړو ته د هغوى داوسيدو له شرىطو سره سم د کار وېزي ورکړو.

ښاغلي متکي زياته کړه چې له تېرو څلوروکلونو راپه دې خوا ايران له ژمنې سره سم په بيلا بيلو برخو کې له افغانستان سره تر ٣٠٠ ميليونه ډالرو زېاته مرسته کړې ده.

دايران دبهرنېوچارو وزېر همدارنگه ووېل په راتلونکې مېاشت کې به ولسمشر حامد کرزى ايران ته رسمي سفر وکړي .

ښاغلي عبدالله د اېران له مرستو په خوښۍ سره مننه وکړه او هېله ېې وکړه چې دامرستې لاپسې وغځېږي.

ده ووېل اېران دافغانستان په بېارغاونه کې د پام وړ مرسته کړې او د اېران او افغانستان ښې اړېکى د سېمې په سوداگرىۍ او امنيت مثبت اغېز لري.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت