BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:45 گرينويچ 2005 ,24 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان او ايران د همکارۍ تړون لاسليک کړ

عبدالله
ډاکټر عبدالله له افغانستان سره د ايران د مرستو مننه وکړه .
د افغانستان او ايران تر منځ د پوهاوي دغه سند د دواړو هيوادونو د بهر نيو چارو د وزيرانو ډاکتر عبدالله اود هغه د ايراني سيال منوچهر متکي تر منځ ايران ته د ډاکتر عبداله د سفر په مهال لاس ليک شو .

د پوهاوي ددې سند په اساس به دواړه هېوادونه دخپلو سرحدي ستونزو د حل په خاطر يو گډ کميسون جوړوي .

د ايران په رسمي خبري اژانس د ايرنا په رپورت کې راغلي چې د پوهاوې په دغه يادښت کې د گډو پولو په اوږدو کې د امنيت د يقيني کولو ، د دوه اړخيزو روابطو د پياوړي کولو او يو د بل لوري حاکميت ته د احترام د لرلو په اړه تدابير شامل دي .

د افغانستان د بهر نيو چارو وزير ډاکتر عبدالله ددې سفر په مهال د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره هم کتلي .

نوموړي ددغې کتنې په مهال د ايران او د افغانستان تر منځ د اوږدو تاريخي اړيکو په اړه خبرې کړي او ژمنه يې کړې چې ايران به د افغانستان د امنيت او د ودې او انکشاف په چاره کې خپلې هڅې ونه سپموي .

د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد په افغانستان کې پارلماني ټاکنې د هغه هيواد دبېلا بيلو قومو نو ترمنځ د يوالي يوه نښه گڼلې او زياته کړې ده چې نوموړى هيواد به په خپلو نورو ستونزو هم برلاسى شي.

د افغانستان د بهر نيو چارو وزير ډاکتر عبدالله په خپل وار د افغانستان د بيا رغونې په برخه کې د ايران د مرستو ستاينه کړې او زياته کړې ده چې افغان حکو مت به په ملک کې د سولې او ثبات ټينگښت او د نشه يې موادو پرضد مجادلې ته د لو مړيتوب حق ورکوي.

افغانستان تيره اوونۍ له اروپايي ټولنې سره هم دې ته ورته يو تړون لاسليک کړى و .

ورسره تړلي نور خبرونه
ناټو سويل ته غځېدۀ غواړي
06 اکتوبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت