|
اروپايي ټولنې او افغانستان تړون لاسليک کړ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان له اروپايي ټولنې سره د همکارۍ يو تړون لاسليک کړى دى . پر دغۀ تړون د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر عبدالله او د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمشنرې بينيتا فريرې والډر د فرانسې په سټراسبرگ کې نن ( د لړم ٢٥ د نومبر ١٥ ) لاسليک وکړ . افغان چارواکي وايي د دغه تړون ترمخه اروپايي ټولنې د افغانستان بيا رغاونې ته ځان ژمن بللى دى او ژمنه يې کړې ده چې تر راتلونکو اوو کلونو به په پرله پسې توگه د افغانستان بيا رغونې ته مالي مرسته کوي . له متحدو ايالاتو او برتانيا سره هم افغانستان دې ته ورته تړونونه لاسليک کړي وو چې په کابل کې د ولسمشرۍ د دفتر ريس جاويد لودين يې اهميت په نړيواله کچه د هغو اړتيا منل بولي چې افغانستان يې لري . ښاغلي لودين بي بي سي ته وويل له دې تړون سره اروپايي ټولنه ژمنه ده چې له ٢٠٠٦ کال څخه د اوو کلونو لپاره په پرله پسې توگه له افغانستان سره په بيا رغاونه کې مرسته وکړي . دۀ وويل د دغو مرستو کچه معلومه نه ده . د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو کمشنرې بينيتا فريرې والډر وويل په افغانستان کې تر پارلماني ټاکنو وروسته يو نوى پړاو پيل شوى دى . په افغانستان کې د طالبانو د رژيم له نسکوريدو راهيسته اروپايي ټولنې له افغانستان سره په مالي ، سياسي او پوځي برخو کې مرستې کړي دي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||