|
کرزى : گاونډيان لاسوهونکې تگلارې لري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ارگ په جومات کې له شاوخوا سلو ديني علماوو سره د جمعې د لمانځه تر ادا-کولو او د ارگ په انگړ کې تر غرمنۍ وروسته - ولسمشرحامدکرزى، د نيم ساعت لپاره د ځينوگاونډيو هيوادونو د لاسوهنو په هکله خبرې وکړې . ښاغلي کرزي وويل: د افغانستان سولې او بياجوړونې ته زيان رسول - دسيمې د هيڅ يوه هيواد په گټه نه دى او هغه گاونډيان چې افغانستان ته ورانکاري را-استوي او کړکيچ رامنځته کوي- بايد له خپلو دغو کړنو لاس واخلي. حامد کرزي بې له دې چې د کوم هيواد نوم واخلي- گاونډي دولتونه په دوه مخيزو تگلارو تورن کړل. ښاغلي کرزي په فرادې تايمز ورڅپاڼې کې د يوه پاکستاني چارواکي دا وينا چې، د ترکمستان د غازو نل ليکه ښايي له افغانستان تيره نه شي، د انديښنې وړ وبلله. ولسمشر کرزي وويل، له يوې خوا د پاکستان حکومت له افغانستان سره د ترکمنستان د غازو د نلليکې تړون لاسليک کړى، خو له بلې خوا يې د غازومشرچارواکي دا ډول ويناوې کوي! د ولسمشرکرزي په وينا له ناراضو طالبانو سره د حکومت دپخلاينې هلې-ځلې بريالۍ دي، خو افغان ولسمشر له دې کبله انديښنه څرگنده کړه چې، گواکې گاونډيان نه غواړيد جوړجاړي دغه بهير بشپړ شي - او افغانستان کې د شخړو او کړکيچ ريښې له منځه يووړل شي. حامد کرزي په خورا غوڅو ټکو پر دې خبرې ټينگار درلود چې، د گاونډيانو د لاسوهنو او د افغانانو د مظلوميت مهال تيرى شوى دى - خو ده د دئ سپيناوى ونکړ چئ، آيا پخپله د افغانستان دفاعې وړتياوى ښې شوي که نړيوال ملاتړي به يې د ځينو گاونډيانو د مداخلو په وړاندې ساتنه او ملاتړ وکړي. د جلال آباد ښار د تيرې مياشتېد خونړيو مظاهرو، په کندهار کې د يوۀ جومات د درنې چاودنېاو ورپسې په سويلي او سويل ختيځو سيمو کېد شکمنو ترهگرو د خرپ و ترپ د بريدونو له زياتيدو سره - ولسمشرحامدکرزي گاونډيان او پدې لړ کې په غيرو مستقيمو ويناوو، پاکستان د ورانکارو په ملاتړ تورنوي- تيره ورځ له ښاغلي کرزي سره له افغانستان څخه د متحدو ايالاتو تلوونکي سفير زلمى خليلزادهم پخپلې ديپلماتيکى لهجې همغږى شو. خو د دې ټولو په ځواب کې اسلام آباد يوازې تيره اوونۍ د پاکستان د کورنيو چارو وزير آفتاب احمدخان شيرپاو له سپکو ژمنو سره کابل ته راوستاوه - او له دې پرته يې، د افغان چارواکو پرله پسې نيوکو ته غبرگون نه دى څرگند کړى. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||