|
د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت کارونو ته کتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له دې سره ښايې دومره څو ک مخالفت ونلري چې ، د وروستيو څلور و کلونو غوندې په تېر يوه کال کې هم افغان دولت ، د کور دننه نه ، د بهرنۍ تگلارې په برخه کې په پرتلېز ډول برېالي گامونه پورته کړي دي . د بهرنۍ تگلارې د برياوو په ترڅ کېداى شي چې د ستراتيژيکي ملگرتيا او دوه اړخېزو اړيکو او همکاريو په اړه د امريکا له متحدو اېالاتو ، برتانيا او اروپايې ټولنې سره د افغانستان د تړونونو او گډو اعلاميو له لاسليک څخه يادونه وشي . افغان ولسمشر حامد کرزى دا د هيواد لپاره يو ستر برياليتوب بولي او په دې باور دى چې د نړۍ له لويو هيوادونو سره اړيکي او له افغانستان څخه د هغوى سياسي ، پو ځي او اقتصادي ملاتړ ، ددې سبب کېږي چې افغانستان پخپلو پښو ودرېږي او بيا په کې د تيرو کلونو د جگړو ناوړه پېښې تکرارې نه شي . په همدې ترڅ کې د افغانستان د بهرنېو چارو وزير ډاکتر عبدالله عبد الله وايې چې د دولت د فعالې او اغيزمنې بهرنۍ تگلارې له برکته ، له گاونډيانو سره د سياسي او سوداگريزو اړيکو د پراختيا سر بيره ،په تيرو څو کلونو کې افغانستان ته په ميلياردونو ډالره نړ يوالې مرستې راغلي دي . دا رنگه نوموړى زياتوي چې ، په راتلونکو دوو مياشتو کې به د دوى په هڅو د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس جوړشي چې په هيواد کې به د امنيت ، نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې او بيارغونې په برخو کې له افغانستان سره نوې ژمنې وشي . څرنگه چې ښاغلي عبدالله وويل ، په تيرو څو کالونو کې د دوى په اغېزمنو هڅو سره افغانستان د سويلي آسيا د همکارۍ د ټولنې سارک د سازمان غړى شو او د نړۍ د سوداگرۍ د سازمان د غړيتوب لپاره يې غوښتنلېک منل شوى او د هغه د غړيتوب د شرايطو د پوره کولو لپاره هڅې روانې دي . د چارو کار پو هان په دې آند دي چې په ټوله کې په تيرو دريو کلونو کې د افغان دولت او په تيره بيا د ښاغلي کرزي په اغيزمنو هلو ځلو سره ، افغانستان له نړېوال جلاتوب څخه خلاص او د نړيوالې کورنۍ په يو وړ غړي بدل شو . خو دا په داسې حال کې ده چې ځينې له لويديځ سره ، د افغانستان داړيکو پراختيا ته په اشاره نېوکه کوي چې په دې برخه کې د سيمې له هيوادونو سره د اړيکو په ټېنگولو کې د انډول خيال نه دى ساتل شوى . په تير ېوه کال کې د سويلي او مرکزي امريکا ، اروپا او اسيا په يو شمير هيوادونو کې د افغانستان نوې سفارتخانې او سياسي استازيتوبونه جوړ شوي دي . که څه هم چې د ډېرو له آنده دا يو ښه پر مختگ دى ، خو وايې چى دې کار به هغه مهال ارزښت لاره چې په وينا يې په دغو سفارتخانو او سياسي استا زيتوبونو کې د کادرونو په گمارلو کې د ديپلوماتانو پو هې او مسلک ته پام شوى واى . ښاغلى عبد الله دامني چې ښايې د افغانستان د سفارتخانو او سفيرانو په اړه يو لړ خبرې شته وي ، خو وايې په اصل کې تنظيمې مسالې دبهرنيو چارو وزارت او سفارتخانو په کار کې هيڅ ډول اغېز نه لري او دا چې د افغانستان زياتر ه سفيران تنظيمې تړاو نه لري . که څه هم چې د بهرنېو چارو وزارت چارواکي ، په دغه وزارت کې د لا پراخو بدلونونو رامېنځته کېدو لپاره ځانونه ژمن گڼې ، خو دا به وخت وښيې چې څه به کيږي او دا په پارلمان پورې اړه لرى چې په څومره وخت کې به وکولى شي چې د بهرنيو چارو د وزير په گډون ، د افغانستان د ټولو وزيرانو او نورو چا رواکو د کړو وړ رښتېنې حساب کتا ب ترې واخلي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||