BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:07 گرينويچ 2004 ,18 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران د حکمتيار شتمنۍ کنگل کړې
News image
حکمتيار د طالبانو په واکمنۍ کې په تهران کې و

ملگري ملتونه وايي ايران د افغانستان د يوۀ مخکيني لومړي وزير او د اسلامي گوند د مشر گلبدين حکمتيار شتمنۍ په خپلو بانکونو کې په دې دليل کنگلې کړي دي چې هغۀ له طالبانو او القاعدې سره يو ځاى شوى دى .

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا هغۀ استازې چې د القاعدې او طالبانو پر ضد د بنديزونو څارنه ورله غاړې ده دا خبرې ايران او نورې سيمې ته تر خپل سفر وروسته کړي دي .

ښاغلي مونوز وويل په ايران کې له سوداگريزو چارو څخه په گټې اخيستو ښاغلي حکمتيار په افغانستان کې ترهه گر کارونه پيل کړي دي .

 په ايران کې له سوداگريزو چارو څخه په گټې اخيستو ښاغلي حکمتيار په افغانستان کې ترهه گر کارونه پيل کړي دي
مونوز
گلبدين حکمتيار د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې په تهران کې اوسېدۀ . د طالبانو د حکومت تر نړيدو وروسته ايران دى له خپلې خاورې ويوست .

اوس داسې باور دى چې ښاغلى حکمتيار به د کونړ يا نورستان په ولايتونو کې پټ وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت