|
واشنگټن د ايراني ولسمشر څرگندونې وغندلې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سپينې ماڼۍ وياند سکاټ مکلينين وويل د ايراني مشر دا څرگندونې د امريکا هغه اندېښنې نورې هم پياوړې کوي چې د دۀ د رزيم په باب يې لري . دۀ زياته کړه همدا هغه بل دليل دى چې ولې بايد ايران د هستوي وسلو د جوړولو توان ونه مومي . ولسمشر احمدي نژاد خپلې دغه لانجمنې څرگندونې له يوۀ عربي ژبي تلويزيون کانال سره په مرکه کې وکړې . دۀ وويل د جرمني او اتريش په څير هيوادونه چې د نازيانو د وژنو له امله ځانونه پړه احساسوي بايد د خپلو خاورو يوه د اسراييلو هيواد ته ورکړي . د اسراييلي حکومت يوۀ وياند سم لاسي دغه څرگندونې بې ځايه او توکم پالې وبللې او ويې غندلې . اسرايلي وياند وويل دى په هيله دى چې دا به د هغو خلکو لپاره وېښونکې وي چې د دۀ په وينا لا هم د ايران د اوسني رژيم په باب سم نه دي پوى شوي . د ولسمشر احمدي نژاد دا وروستۍ څرگندونې تر هغو ايله څو اوونۍ وروسته شوي چې د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا له خوا ورټل شو ځکه چې دۀ ويلي وو چې اسراييل دې د نقشې له مخې ورک شي او دۀ د يهودانو هيواد يوه زخه بللې وه . | ورسره تړلي نور خبرونه ايران : موږ پر بل هيواد د بريد گواښ نه دى کړى29 اکتوبر, 2005 | خبرونه تهران کې د ولسمشر په پلوۍ مظاهرې وشوې28 اکتوبر, 2005 | خبرونه د ايراني ولسمشر په خبرو نړيوالو نيوکې وکړې27 اکتوبر, 2005 | خبرونه په ايران کې توکميز تاوتريخوالى شوى دى05 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||