|
تهران کې د ولسمشر په پلوۍ مظاهرې وشوې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په تهران کې په لسگونو زرو کسانو په هغې کالنۍ مظاهرې کې برخه واخيسته چې له فلسطينانو سره د پيوستون په نيت کيږي . دا مظاهره په داسې وخت کې شوې چې په نړيواله کچه د ايراني ولسمشر محمود احمدي نژاد د هغو څرگندونو له امله غصه پاريدلې چې ويل يې اسراييل بايد د نړۍ له نقشې ورک شي . مظاهره کوونکو (( مړ دې وي اسراييل )) شعارونه ورکول . اسراييلي بيرغ په خاورو راکښل شو او بيا اور ورته شو . ډيرو شعارونو هغه څرگندونې تکرار کړې وې چې د ولسمشر له خولې دوه ورځې وړاندې خپرې شوې او نړيوال يې قهروړي کړل . دوى د انقلاب د پلار ايت الله خميني د خولې خبره کوله چې (( اسراييل بايد د نقشې له مخې ورک شي . )) د مظاهرې په يوه برخه کې يوه ډله زلمو د فلسطيني ځان وژونکو بمي بريد کوونکو په څير جامې اغوستې وې او د فلسطينيانو لپاره يې پيسې هم ټولولې . مظاهرې ته په پام سره داسې ښکاري چې ايران د ولسمشر احمدي نژاد له سختو خبرو نه دى اوښتى . خو داسې ايرانيان هم شته چې په دې ډول مظاهرو کې برخه نه اخلي هغوى ډاريږي چې هيواد به يې په نړيواله کچه گوښى پاتې شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د ايراني ولسمشر په خبرو نړيوالو نيوکې وکړې27 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||