BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:29 گرينويچ 2005 ,29 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران : موږ پر بل هيواد د بريد گواښ نه دى کړى

ايراني ولسمشر
د ايراني ولسمشر تر څرگندونو وروسته اسراييل وغوښتل چې دغه هيواد دې له ملگرو ملتونو وايستل شي .
ايران دخپل ولسمشردهغوڅرگندونوپه اړه دنړيوالوغوصه راکمه کړې چې ويلې يې ووچې اسراييل دې دنړۍ له نقشې نه پاک شي.

دايران دبهرنيوچارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې ايران هيڅکله هم دبل هيوادپه وړاندې له ځواکه داخيستوگواښ نه دى کړى .

ايران دملگرو ملتونود امنيت شوراداعلاميه غندلې اوزياتوي چې هغه دمنلووړنه ده اوددوى په وينادصيهونيستى رژيم لخوا لمن ورته وهله شوې ده .

خوايران داهم زياتوي چې داهيوادبه دملگروملتونومنشورته وفادارپاتې کيږي اوهيڅکله يي دبل هيوادپه وړاندې له ځواکه داخسيتوگواښ نه دى کړى .

دولسمشراحمدى نژادداڅرگندونې چې اسراييل دې له نقشې نه لري شي دنړيوالولخواپه همدې معنى واخيستل شوې –يعنې دځواک کارولومعنى.

خواوس ايران وايي چې په اسراييلوبريدنه کوي اوداخبره دکړکيچ اوبحران دراټيټولو اوکرارولومعنى لرى ..

ايرانى چارواکى وايي چې دولسمشر په خبروکې کوم نوى شى نشته اودادانقلاب شعارونه دي .

ايران بهرني مطبوعات پدې گرموي چې مسالې ته يي دمبالغې رنگ ورکړى اولويديځ يې پدې گرم کړ چې ددې هيوادداتومى پروگرام په اړه فشارپرې راوړي.

خوداڅرگندونې دايران په گټه نه دي ځکه اوس ايران دخپل اتوم پروگرام ددوسيې په درشل کې دى اودادوسيه دملگروملتونودامنيت شوراته هم وړاندې شوې ده.

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت