BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:00 گرينويچ 2005 ,28 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
عربان ولې د ايران په خبرو غلي دي ؟

تهران
په تهران کې ايرانيانو د اسراييل بيرغ ته اور ورته کړ.
دا کومه هېښونکې خبره نه ده چې د عربي نړۍ لخوا په دې اړه هيڅ غبرگون نشته.

ځکه چې دلته هم د ايران په څېر د صيهونيت او اسراييلو پر وړاندې کرکه ډېره زيات ده.

د ښاغلي احمدي نژاد په وينا کې کومه نوې خبره نه ده شوې ، دلته مخکې په عرب پلازمېنو کې د نولس سوه څلوېښتو او شپېتو کلونو په موده کې دغه ډول څرگندونې تل د عرب اسراييلي شخړې پر مهال تر غوږو کېدې.

خو د جگړې په ډگر کې د اسراييليانو له لاسه يو په بل پسې تر ماتې وروسته اوس دوى په دې اند دي چې د يهودي دولت دله مينځه وړلو موخه نه شي تر لاسه کېداى.

دا سمه چې پر ولسي وگړي به دغسې خبرې ښې لگېږي. خو دا هم حقيقت دى چې دوى به کېداى شي د ايراني څرگندونو پر ځاى د لويديځ غندنو ته هېښ او حيران وي .

ددوى له نظره اسرايليانو د عرب خاوره د لويديځ ځواک په مرسته نيولې ده او دا به ددوى په دليل سمه وي چې نور دې نو دا بې انصافي پاى ومومي.

دوى به د لويديځ خواشيني ته يواځې د دوه مخۍ په سترگه وگوري.

دوى به دا هم پرتله کوي چې يو لوري خو لويديځ د ايراني ولسمشر پرڅرگندونو راپارېږي خو بل پلو په همدغه ورځ د غزې تړانگې د گڼې گوڼې پر سيمه د اسراييليانو د توغنديو بريدونو باندې پټه خوله دي.

د عربو او اسراييلو د کړکېچ په اړه يو ځل بيا پوښتنه پيدا شوې ده چې د نړيوال سياست له مخې څه شى د منلو وړ او څه نه دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت