BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 21:55 گرينويچ 2005 ,05 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په ايران کې توکميز تاوتريخوالى شوى دى
ايراني پوليس
پوليسو په مظاهرې کې يو شمير کسان ونيول .
په ايراني رسنيو کې داسې رپورټونه خپارۀ شوي چې د اهواز په ښار کې نوې توکميزې ناکرارۍ پيدا شوې دي ، دغه ښار د ايران په سويل لويديځ کې د عراق سويلي پولو ته نژدې پروت دى چې په تيلو شتمن دى .

رپورټونه وايي چې نژدې دوه سوه مظاهره کوونکي په دوديزو عربي جامو کې د جمعې په ورځ په اهواز کې غونډ شول .

دوى وايي اعتراض کوونکو شعارونه ورکړل ، پر پوليسو يې بوتلونه او دبرې وار کړې او پوليسو د مظاهرې مشران ونيول . له دې جلا د ايران د زده کوونکو خبري ټولنې خبر ورکړى دى چې د چارشنبه او پنجشنبه په ورځ په اهواز کې ٥٣ پېژندل شوي وارنکاري ونيول شول .

د اپريل په مياشت کې د امنيتي ځواکونو او عرب توکمو ترمنځ د څو ورځو تر بلواو وروسته گڼ کسان ووژل شول او په سلگونو توقيف شول .

دا تاوتريخولى تر هغو گنگوسو وروسته پيدا شو چې ويل يې حکومت د عربانو نفوس کميدۀ غواړي او نيت لري چې په دغې سيمې کې نور فارسان ځاى پر ځاى کړي .

حکومت وايي د ناکرارۍ دې اور ته له دباندې لمن وهل شوې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت