BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:07 گرينويچ 2006 ,28 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سپنتا : د ايران له اتومي فعاليته نه يو اندېښمن

سپنتا + متکي
کابل کې د ايران او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو پر يو شمير اقتصادي تړونونو هم لاسليک وکړ .
په داسې حال کې چې نړى د اېران د اتومې مسلي پر سر له دغه هېواد سره په لانجه بوخت دى چې له کبله يې پر دغه هېواد دملگرو ملتونو دامنېت د شورا لخوا يو لړ بنديزونه هم ولگول شول .

افغانستان وايي د اېران د هستوي فعاليتونو له کبله کومه اندېښنه نه لري. کابل يو خوا له واشنگټن او بل خوا له تهران سره ټينگې اړېکې پالې په داسې حال کې اېران او متحده اېالات په خپلو منځونو کې سره جوړ نه دي .

دافغانستان دبهرنيو چارو وزير رنگين دادفر سپنتا په کابل له خپل اېراني سيال سره ېوه گډ خبري کنفرانس ته ووېل داېران هستوي چارې دده هېواد ته گواښ نه پيښوي .

(( داېران دهستوي وسلو له کبله افغانستان ته هېڅ خطر نه دى متوجه اېران موږ ته په هېڅ ډگر کې گواښ نه دى .اېران د ترهگرى سره دمبارزې او نورو برخو کې زموږ دوست او ملگرى دى . او هېڅ دلېل او نښه نشته چې له دغه هېواد نه د ويرې او نا ارامى او گواښ احساس وکړو. افغانستان ېنگار کوي چي دخبرو اترو له لارې داېران او نړېوالې ټولنې ترمنځ دهغه هېواد داتومي مسلې لانجه غوڅه شي .))

. دښاغلي سپنتا اېراني سيال منو چهر متکي بيا په دغه هېواد کې دامريکا دمتحده ايالاتو شتون د ايران لپاره گوم گواښ ونه باله .

د بهرينو چارو دواړو وزيرانو وويل چې دهېوادونو اړېکې يې نوي پړاو ته ور دننه کيږي .او هيله يې وکړه چې په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارى له يو ميليارد ډالرو واوړي .

تردې خبرې ناستې وړاندې ددواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي ، کلتوري ، مخابراتي او فرهنگي ډگرونو کې د همکارېو ېو لړ تړونونه هم لاسلېک کړل.

تيره ورځ يو شمېر امريکايي ورځپاڼو ليکلي وو چې اېران غواړي په افغانستان کې د اقتصادي پرو ژو له لارې خپل اغېز زيات کړي .

ورسره تړلي نور خبرونه
کرزى ايران او قطر ته ځي
26 مۍ, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت