BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:08 گرينويچ 2006 ,26 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ايران د بهرنيو چارو وزير عراق ته تللى

منوچهر متکي
امنيتي مسلې به د وزير منوچهر متکي د خبرو اصلي موضوع وي
د ايران د بهرنيو چارو وزير عراق ته تللى چې نوي حکومت له مشرانو سره خبرې وکړي. دا تېر کال د ولسمشر محمود احمدي نژاد له ټاکل کېدو را وروسته له عراق د يوۀ جگپوړي ايراني چارواکي لومړنۍ کتنه ده.

وزير منوچهر متکي په داسې حال کې عراق ته ورځي چې په دغه هېواد کې فرقوي تاوتريخوالى په ډېرېدو دى، او اټکل دى چې امنيتي مسلې به د دوى د خبرو اصلي موضوع وي.

ايران وايي غواړي په عراق کې ټيکاو و اوسي او له فرقوي تاوتريخوالي خلاص وي. . باور دى چې دغه هېواد به د دغه کار لپاره پر شيعه ډلو له خپل اغيزه کار واخلي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير له خپل عراقي انډول هوشيار زېباري او وروسته له نوي لومړي وزير نوري مالکي سره غږېدونکى دى.

دواړه غاړې د خبرو لپاره ډېر څه لري: د دواړو هيوادو ترمنځ اړيکي ډېر پېچلي دي. له يوې خوا دوى پياوړى مذهبي او قومي تړاو لري.

په دواړو هيوادو کې شيعيه گان ډېرئ دي. او په نوي عراقي حکومت کې د شيعيه سياستوالو له برلاسي سره چې ډېرو يې په ايران کې ژوند کړى، د دواړو هيوداو ترمنځ اړيکي د صدام حسين تر نسکورېدو راهيسې روغ شوي دي.

پر عراق د هغه د ١٩٨١ کال بريد دواړه گاونډيان پر اته کلنې جگړه کې ايستل چې لسگونو زرو تنو پکې سرونه وبايلل. خو ترينگلتيا لاهم پرځاى ده او ددې يو علت دا اندېښنه ده چې وايي ايران ځينو هغو ډلو ته وسلې او مرستې رسوي چې دلته په تاوتريخوالي کې لاس لري.

دا امريکا او برتانيه ده چې په ډاگه دغه ډول تورونه لگوي، خو د ايران د اصلي نيتونو په اړه دلته شکونه لا نورهم ژور دي، په تېره بيا د سني مسلمانانو په لږه کۍ ټولنه کې ډېرئ د عراق په حکومت کې د شيعيه گانو برلاسي ته په پام سره د ايران په وړاندې د هغه د درېدو امکان د ملنډو خبره بولي.

د ايران لپاره بيا لويه اندېښنه په عراق کې د خورا ډېرو امريکايي پوځيانو روان شتوالى دى. څرنگه چې د امريکا څو نورې لويې پوځي قطعې د ايران په ختيځ گاونډي – افغانستان کې پرتې دي، ايران د دغه زبر ځواک له خوا ځان راگېر شوى ويني.

خو سره له دې چې ولسمشر بوش په عراق کې امريکايي سفير ته د عراق پر موضوع له ايرانيانو سره د غږېدو واک ورکړى دى، خو د تهران حکومت لا وختي څرگنده کړې چې ددې کتنې پر مهال به هېڅ دا ډول خبرې ترسره نشي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت