|
ايران : خبرې به وکړو خو اتومي پروگرام نه دروو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايران د بهر نيو چارو وزير منوچهر متکي وايي ايران چمتو دى چې د امريکا له متحدو ايالاتو سره د خپل هستوي پروگرام په اړه خبرې وکړي خو خبردارى يې ورکړى چې د يورانيمو د غني کولو د خپل پروگرام په سره به ورسره روغه جوړه ونه کړي . ده يو ځل بيا د يورانيمو د غني کولو پروسه د ايران قانوني حق وگاڼه . دا څرگنده ده چې ايرانيان له امريکا سره د هستوي موضوع خبرواترو ته ډيرليواله دي، ددغه يوه اوږد مهاله دښمن سره تهران هيڅ ډيپلوماتيکي اړيکي نه لري. خو ستونزه د واشنگټن وار دمخه شرطونه دي.امريکا غواړي چې تهران دې لومړى له هره لوري خپل هستوي پروگرام وتړي. د ايرانيانو له نظره ددې مانا دا ده چې د خبرو اترو له پېليدو دمخه دې د امريکا غوښتنو ته غاړه کېږدي. امريکاد متحدو ايالاتو وړانديز ته د ايران د بهرنيو چارو د وزير لومړنۍ غبرگون تر يوه حده تت شانې وو. له دې څخه داسې اټکليږي چې په راتلونکې کې يې امريکا سره خبرو اترو ته ځاى پرې اېښى دى. ښاغلي متکي وويل که امريکا غواړي چې ايران سره د اړيکو نوى دور پېل کړي نو بايد خپل سپين سترگى او غيرې منطقي چلند پرېږدي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||