BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:27 گرينويچ 2006 ,31 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښايي ايران له ممکنه اقتصادي بنديزونو سره مخ شي

د هستوي وسلو د څار څانگه
د م م ملتونو د اټومي وسلو د څار څانگه به نن د امنيت شورا ته د ايران په اړه خپل رپورټ وړاندې کوې ،او ښايي ايران له ممکنه بنديز سره مخ شي
نن پنجشنبه د اگست د مياشتې ٣١ ، د هغه ضرب الاجل وروستي ورځ ده چې ايران ته د هغو د اټومي پروگرام د درولو په خاطر ورکړل شوى . د اټومي وسلو د څار نړيواله اداره به نن پدې اړه د امنيت شورا ته خپل رپورت وړاندې کوي او ښايي ايران باندې اقتصادي نديزونه ولگيږي

د روان کال په لومړيو کې هغو هيوادونو چې د ملگرو ملتونو د امنيت په شورا کې غړيتوب لري ايران ته وړانديز وکړ چې د يورانيمو د بډاينې بېشميره کارځايونه دې ودروي او د ملگرو ملتو غوښتنو ته دې غاړې کيږ دي او يا به له ممکنه بنديزونو سره مخامخ شي .

د نړيوالې اټومي انرژۍ د ادارې اوسنى رپورټ ښيي چې ايران د خپلې اټومي بډاينې د درولو په اړه چمتو والى نه لري .

خو د روانې اونۍ په پيل کې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد روښانه ځواب وړاندې کړ .
هغه وويل د اټومي بډاينې سوله ييز بهير د ايرانيانو حق دى او هيڅوک نشې کولى چې دا بهير ودروي .

ايران همداراز د نورو خبرو اترو لپاره غږ کړى دى .

د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا ځينې غړو په ډاگه وويل چې دوى نور دا هر څه نشې زغملى .

ملگري ملتونه او برتانيا غواړي چې په راتلونکې مياشت کې د ملگرو ملتونو پريکړه ليک رابرسيره کړي چې د ايران په وړاندې بنديزونه پلې کوي .

خو ددغه پريکړه ليک د جزياتو په اړه څه نه دي ويل شوي .

روسيه او چين چې دغه خبرې يې ويټو کړې وې او ويلي و چې دوى به ايران ته د سختې سزا د ورکړې ملاتړ ونه کړي ، د امنيت شورا نور غړي هڅه کوي چې دغه هيوادونه دې ته چمتو کړي چې دا ومني چې د ايران په وړاندې زغم نور پاى ته رسيدلى دى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت