|
کرزى ايران او قطر ته ځي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر حامد کرزى د ايران په سفر سبا ( شنبې د غبرگولي ٦ د مۍ ٢٧ ) تلونکى دى . په دغه سفر کې به افغانستان او ايران په دوه اړخيزو مسايلو خبرې کوي . افغان چارواکي وايي د دغه سفر په ترڅ کې به دواړه هيوادونه پر اقتصادي او سوداگريزو اړيکو هم وغږيږي . د ايران له سفره وروسته به افغان پلاوى قطر ته سفر کوي . ولسمشر حامد کرزى ايران او قطر ته ايله څو ورځې تر هغه وروسته ځي چې د متحدو عربو اماراتو له سفره راستون شو . افغان دولت وايي د سفر اصلي هدف د افغانستان د بهرني سياست پر هغۀ لومړيتوب ټينگار دى چې له اسلامي هيوادونو سره يې اړيکو ته ورکوي . په دغه درې ورځني سفر کې د ولسمشر کرزي ملگرتيا د کابينې يو شمير وزيران او د دۀ سلاکاران کوي . لومړى پړاو ايران دى . د ايران په دوه ورځني سفر کې به له ولسمشر حامد کرزي سره د بهرنيو چارو وزير ډاکټر سپنتا، د برېښنا او انرژۍ وزير اسماعيل خان ، لوى وزير هدايت امين ارسلا او يو شمير نور وزيران او سلاکاران ملۀ وي . افغان چارواکي وايي کابل له تهران سره د ښو سياسي او اقتصادي اړيکو غوښتونکى دى . تهران ته د سفر په ترڅ کې به ولسمشر کرزى له خپل ايراني سيال محمود احمدي نژاد او نورو لوړ پوړو ايراني چارواکو سره ويني . تمه ده چې دواړه هيوادونه پر دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي . افغان چارواکي وايي د دغه سفر پر وخت به د ايران او افغانستان تر منځ د اقتصادي او سوداگريزو اړيکو پر زياتولو ټينگار کيږي . تمه ده چې د ايران له مشهد څخه د افغانستان د هرات تر ښاره پورې د اورگاډي د پټلۍ پر غځولو هم غور وشي . افغان چارواکي د واشنگټن او تهران تر منځ د اړيکو ښه کيدل د سيمې په گټه بولي خو په دې برخه کې يوازې هغه وخت د دوى په وينا د کوم رول لوبولو ته چمتو دي چې ورڅخه غوښتنه وشي . د ولسمشر کرزي د سفر دويم پړاو قطر ته دى . دغه سفر د قطر د امير په غوښتنه او بلنه کيږي . په کابل کې چارواکي ټينگار کوي چې له اسلامي هيوادونو سره ښو اړيکو ته لومړيتوب ورکوي . په قطر کې هم د افغان چارواکو په وينا د سياسي او اقتصادي اړيکو د غوړولو تکل کيدونکى دى . | ورسره تړلي نور خبرونه ولسمشر کرزى عربي اماراتو ته په سفر ځي21 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||