|
ولسمشر کرزى عربي اماراتو ته په سفر ځي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى سبا (دوشنبه) متحده عربي اماراتو ته په رسمي سفر تلونکى دى . په دغه دوه ورځيني سفر کې به له ښاغلي کرزي سره د حکومت يو شمير وزيران او نور لوړ پوړي حکومتي چارواکي ملگري وي . د سفر موخه د دواړو هيوادونو تر مينځ د متقابلو اړيکو او همکاريو لا زياته وده ښودل کيږي .په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپى دغه سفر ته داسې کتنه کوي . ولسمشر حامد کرزي ته نژدې چارواکي ، متحده عربي اماراتو ته د دوشنبې په ورځ پيليدونکى دغه سفرد هغې تگلارې يوه برخه بولي چې د افغانستان دولت له اسلامي هيوادو او په دغه لړ کې له عربي هيوادونو سره د خپل منځي اړيکو د لازياتې ودې لپاره مخې ته کړې ده . ښاغلى کرزى او ورسره پلاوى به په همدې موخه د متحده عربي اماراتو له امير شيخ خليفه بن زيد آل نحيان او د امارت له نورو چارواکو سره خبرې وکړي . افغانستان اوس مهال له دوو اړخو د دغو اړيکو د لازياتې ودې اړتيا احساسوي . يو د هغه څه په اړه د گډو تگلارو غوره کول دي چې د ترهگرۍ خلاف جگړه بلل کيږي . افغان چارواکي دا گڼې چې ترهگري يوازې د افغانستان لپاره نه بلکه د سيمې ، ټولو اسلامي هيوادونو او ټولې نړۍ لپاره گډ گواښ دى او دا چې د اسلام په اړه د يوه مناسب انځور وړاندې کول هم د ټولو واسلامي هيوادونو گډه دنده بلل کيږي . دا ډول افغانستان د درې لسيزو له کړکيچ وروسته د بيا رغوونې په ډگر کې دټولې نړۍ او په دغه کتار کې د شتمنو عربي هيوادونو مرستې ته اړ دى . افغان چارواکي تمه کوي چې ښايي د دواړو هيوادونو د مشرانو تر مينځ د خبرو اترو په پايله کې متحده عربي امارات په پلازمينه کابل کې د بيارغوونې د يو لړ پروژو ذمه واري په غاړه واخلي . په دې کې په ځانگړې توگه د ښار د واټونو او سړکونو د بيا رغوونې او دښار له مينځه د تير شوي سين د پاکولو خبره کيږي . دا دواړه پروژې دکلونو په اوږدو کې د رامينځ ته شوې ويجاړتيا له اړخه د پام وړ لگښت غواړي چې اوس مهال د افغانستان د دولت په وس کې نشته . په دې سربيره افغان چارواکي له متحده عربې اماراتونه د ديني مدرسو د جوړولو په برخه کې هم د مرستو تمه کوي . انگيرنه دا ده چې په دې سره به بهر ته د ديني زده کړو لپاره د تلو او دچارواکو په ويناد ترهگرو په لومه کې د کمکي او ځوان کول د لويدو مخه ونيول شي . د سوداگرۍ وده او په افغانستان کې پانگونې ته د متحده عربي اماراتو د پانگه والو هڅول ددغه سفر يوه بله لويه موخه ښودل کيږي . ولسمشر کرزى له دغه هيواد نه تر راستنيدو وروسته ايران ته هم د سفر نيت لري . چارواکي دا گڼي چې يوه اونۍ وروسته په تر سره کيدونکي دغه سفر کې به له ايران سره هم ځينې موافقې لاسليک شي . په دې کې له دغه هيواد نه لويديځ ښار هرات ته د اورگاډي د پټلۍ غزول ، د يوه بل په هيواد کې د متقابلې پانگونې د هڅولو ، يو بل ته د مجرمانو د سپارلو ، د بنديانو د پريښودلو او داسې نورو يادونه کيږي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||